د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالباری جهاني - بې استاده او بې مشوقه شاعر


عبدالباري جهاني
عبدالباري جهاني

سجدې د جهاني په تندي مه غواړه زاهده
په دې سرکښه ښار کې محرابونه بیگانه دي
"جهاني"

پرته له استاده او پرته له مشوقه یې په یولس کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی، د خپل تخلص په رنگ یې جهاني شهرت موندلی، تاریخ پوه دی، خو تاریخي نوم یې هم ترلاسه کړی، دا جهاني دی، دا هغه سرکښ شاعر دی چې د اکثرو ادبیانو، هنرمندانو، لیکوالانو په څیر په سیاسي چوکاټ کې نه ځایږي، ورڅخه سرکشي کوي او په وړاندې یې د خپل شعر په ژبه غبرگون او احساسات څرگندوي.

جهاني په دې هکله چې شاعر دی که لیکوال، وایي، دواړه. هم شاعر یم هم لیکوال، په دواړو مې کتابونه لیکلي او چاپ شوي دي.

جهاني نه یواځې ليکوال، شاعر، او اديب دی، هغه ژورناليست هم دی او ډیر کلونه یې د افغانستان په رسنیو کې دنده ترسره کړې ده.

هغه د کندهار په ښار کې زيږيدلى او ٦٦ کلن دی، د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځی څخه فارغ شوی دی.

له زده کړو وروسته یې د پښتو ټولنې د غړي، د کابل مجلې د مسؤل مدير، د پوهنې په وزارت او د رادیو تلویزیون د مرستیال په توگه دندې ترسره کړې دي.

جهاني د زیات شمیر افغانانو په شان د ١٩٨١ کال څخه د هجرت خوارۍ گاللي او بیا د امريکا غږ راډيو په ازموينه کې له بري وروسته د امريکې متحدو ايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شوی او تر اوسه همدلته ژوند کوي.

ښه شعر د جهاني له نظره:

جهانی د خپل شعري ژوند او هڅو په اړه اوږدې او په زړه پورې خبرې کړي دي، هغه په دې هکله چې ښه شعر کوم او څه اوصاف لري، وایي:

ښه شعر د جهاني له نظره
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

په افغانستان کی د اوسني ادبي بهیر او شعر د ارزیابۍ په ترڅ کې چې په تیرو دریو لسیزو کی د پښتو شعر پرمختگ کړی او څنگه او همداشان دا چې مخکی به شاعر په څو میاشتو او یا یو کال کی خپله یوه شعري ټولگه له چاپه را ایستله او بیا به د هغه پر شعرونو باندی د وتلو او منلو شاعرانو له خوا کره کتنه کیده او بیا به هغه ټولگه چاَََََََاپ او خپریده، خو اوس چی ټولنیزی رسنۍ لکه فیسبوک، او یوتیوب را منځ ته شوی هر څوک چې شعر لیکي او مخکی له دې چې د هغه دا شعر وکتل شي هغه ددې رسنیو له لاری خپروی. ځینې داسې غزلونه پکې لولو چې ځنې یې هیڅ وزن او قافیه هم نلري. دارنگه شعرونه او ځینی لیکنی ددی پرځای چی پښتو ادب او شعر غنی او پیاوړی کړی ورته زیان رسوی او که څنگه؟ د جهاني نظر په دې لاندې غږ کې اورو:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00
مستقیمه لیکه

د جهاني یو شعر چی ځانمرگی ته یې په خطاب کې ویلی دی د خلکو زیات خوښ شوی دی، دا چې له دی شعر څخه د نوموړي هدف څه وه؟ جهاني یې مینه والو ته پخپله اوروي:

د ځانمرگي ته د خطاب د شعر په هکله د جهاني څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:09:44 0:00

دا چې د جهانی په یو شعر کې چې د کیسې په شکل یې لیکلی، یو شمیر خلک وایي چې د شعر صنعت ته دومره پاملرنه په کې نده شوی، یعنی یو څه شعار ته پاتی کیږي که داسې وي دا کار د شعر هنر او خلاقیت ته تاوان رسوي؟ په دې هکله د ښاغلی جهانی نظر د هغه په خپل آواز کې اوروو:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00
مستقیمه لیکه

د جهاني ليكلي اثار:

د جهاني لس کتابونه چاپ شوي دي او ځينې يي له دري او انګليسي ژبو نه پښتو ته هم ژباړلي دي، چې له دې ډلې څخه يې د قوماندان په نوم ناول د يادولو وړ دی. د هغه چاپ شوی اثار دادی:

د مشکو کاروان، پايکوب - د شعرونو ټولګه، د پښتو په سُر او تال کې د غربي سندرو شرنګ. قوماندان - پښتو ناول، هرات پښتانه او ستره لوبه - څېړنيز تاريخي اثر، شپېلۍ - د شعرونو ټولګه، د خيام رباعيات - او د عمر خيام د څلوريزو پښتو ژباړه.

د جهاني په وینا تر ټولو بریالۍ شعري او ادبي مجموعې یې کوه تور چې اته ځله چاپ شوی، د سباون په تمه شپږ ځلې او راز او نیاز یې پنځه ځلې چاپ شوي دي.

ښاغلي جهاني تل شعرونه خپل اولس ته لیکلي او د شعر لیکلو څخه یې هدف هم خلکو ته خپل پیغام رسول دي.

د امریکا غږ خبریال د ښاغلي جهاني په غوښتنه د نوموړي یو په زړه پورې شعر دکلمه کړی دی. دلته یې اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00
مستقیمه لیکه

د جهاني شعر ډیر پوخ دی او واقعا لوړ پروازونه کوي. یوه څرگنده نمونه یې د افغانستان ملی سرود دی چې د جهاني له شعر څخه جوړ شوی دی.

د جهاني د شعر او نثر په هکله خبرې ډیرې دي او پراخ بحث ته اړتیا لري، خو دا اوسنی بحث به د افغانستان د وتلي او مشهور هنرمند ډاکتر صادق فطرت ناشناس په آواز د جهاني د یو شعر څخه په جوړ شوی تصنیف پای ته رسوو:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:03 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    شیر غورځنګ

    شیر غورځنګ د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځی د راډیو او تلویزون څانګه لوستي او د اتو کلنو راهیسې د امریکاغږ اشنا تلویزون او راډیو سره کار کوي. هغه پخوا د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې د نطاق او ژورنالست په حیث هم کار کړی دی.
XS
SM
MD
LG