د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز د ښځو رادیو چې طالبانو سوزولې وه بیرته فعالیږي


په افغانستان کې د ښځو د یو راډیو سټشن د سټوډیو تصویر
په افغانستان کې د ښځو د یو راډیو سټشن د سټوډیو تصویر

د ښځو د حقونو یوه فعاله زرغونه حسن په کندز کې د هغه راډیو سټشین جوړونکې ده چې تیر کال پر کندز باندې د طالبانو د لنډمهاله ولکې دمخه يې په شمالي افغانستان کې په زرګونو اوریدونکي درلودل.

د ښایسته په نوم راډیو هڅه کړې ده چې ښځې په خپلو حقونو پوه کړي. دا رادیو په داسې یوه سیمه کې خپرونې کولې چې زیاتره ښځې یې سواد نلری او په کورونو کې محدودې دي.

د اسوشیتید پرس اژانس لیکي چې دې رادیو میندو ته د زیږیدنو او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوی په څیر موضوعاتو په اړه خپرونې کولې. خو دا رادیو هغه وخت په ټپه ودریدله چې تیر کال طالبانو د څو ورځو لپاره پر دغه ښار واکمن شول.

طالبانو د دریو ورځو لپاره ددې ښار کنټرول په لاس کې درلود چې په دغه موده کې یې دکانونه لوټ کړل او د فعالینو او ژورنالستانو په لټه کې شول.

د افغانستان امنیتي ځواکونو چې د هوایي بریدونو ملاتړ ورسره و له دوو اونیو نه په زیاته موده کې هغوی له دې ښاره بیرته وایستل.

یاغیانو تر دې دمه دغه راډیو سټیشن لوټ کړي او سوي و. هغوی همداراز د زرغونه حسن تر ادارې لاندې یو بل راډیو سټیشن هم له منځه وړی و چې ځوانانو ته یې میلان درلود.

خو هغې نه غوښتل چې خپله لاره پریږدي او په همدې ډول بیرته ستنه شوه.

د هغي په وینا، د ژوند په هر ډګر کې د ښځو ونډې ته اړتیا ده. هغوی خپلو اهدافو ته د رسیدلو لپاره باید پوهاوی ترلاسه کړي. ددې راډیو د آوریدلو له لارې هغوی کولای شي چې ددې راډیو له لارښوونې نه استفاده وکړي.

آغلې حسن وايي، "دا هیواد مونږ ته اړتیا لري چې کار وکړو. که مونږ یې و نه کړو، نو څوک به یې کوي. زه د هر ډول ګواښونو تر فشار لاندې نه راځم، ځکه چې دهغوی سخت اقدام به دا وي چې ما ووژني، خو دا به نورو ته لار پرانیزي چې راشي او زما پر ځای کار وکړي."

د ملګرو ملتو پرمختایيي پروګرام وايي چې تر اتو سو زرو پورې خلکو د ښایستې راډیو آورید.

د ملګرو ملتو پرمختايي پروګرام رئیس ډګلس وايي کله چي ښځې او نجونه برابر فرصتونه، تعلیم او مساوي اقتصادي فرصتونه لري، نو ټولنه په مجموع کې ترینه ګټه پورته کوي. هغه چې د نړۍ په نورو برخو کې ددې کار یادونه کوي او زیاتوي چې په افغانستان او د کندز په څیر ځایونو کې باید دغه تجربه او درس عملي شي.

یوویشت کلنه انیسه د ښایسته له راډیو سره دوه میاشت د مخه یو ځای شوې ده.

هغه اوس هم په ښار او شاوخوا کلیو کې کې د طالبانو ویره احساسوي او په دې نظر ده چې موجوده ویره په ټولنه کې د ښځو د بشپړ برخه اخیستلو مخه نیسي.

هغه وايي، "د طالبانو له خوا د کندز له نیولو نه وروسته مونږ بیرته خپل کار ته راغلي یو، خو ځینې ښځې د ویرې له مله را ستنې شوې نه دي. اوس هم د کندز د شاوخوا په ځینو کلیو کې امنیتې ستونزې شته دي."

انیسه او زرغونه هیله لري کله چې ښایسته راډیو بیرته فعاله شي، نو نورې ښځې به د خپلو حقونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

راپور: د اسوشیتید پرس اژانس

XS
SM
MD
LG