د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشرته مشورو لپاره د ښځو د یو مشورتي بورډ جوړولو هڅې


د افغان ښځو د فعالینو د کابل د پنجشنبې د ورځې د غونډې یوه څنډه
د افغان ښځو د فعالینو د کابل د پنجشنبې د ورځې د غونډې یوه څنډه

افغان میرمنې هڅه کوي چې د افغانستان ولسمشر ته د ښځو یو ځانګړی مشورتي بورد جوړ کړي چې په همدې موخه نن پنجشنبې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د ښځې استازې کابل ته راغلي دي.

د افغانو ښځو د شبکې په کوربه توب جوړه شوی دغې غونډې کې چې د افغانستان شاوخوا ۴۰۰ میرمنو ورکې ګډون کړی د بورډ لپاره یوه کړنلاره جوړه او هغه یې تائید کړه.

د افغانستان د ښځو د شبکې د عدالت غوښتنې د برخې مسوله روبینا همدرد وايي د کړنلارې له مخې نن د ټاکنې شپږ کسیزه کمیټه جوړه شوه چې دا کمیټه دنده لري څو په راتلونکې یوه اونۍ کې دیرش کسه میرمنې د بورډ د غړو په صفت وټاکي.

میرمن همدرد وویل " هغه کسان چې غواړي د بورډ غړي شي باید د یوي اونۍ په ترڅ کې خپلې سي وي ګانې ټاکنیزې کمیټې ته واستوي، کمیټه بیا پریکړه کوي چې د ۳۰ کسیزې کمیټې د غړیتوب لپاره څوک وړتیا لري.

له دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي له یو شمیر افغانو میرمنو سره په لیدنه کې د دې بورډ د جوړولو فرمان صادر کړی وو.

د افغانو ښځو د شبکې مشره حسینه صافۍ وايي چې د ښځو دا مشورتي بورډ به ولسمشر ته په شپږو برخو کې د ښځو د ستونزو د لرې کولو لپاره مشورې ورکوي.

میرمن صافي وویل "دا بورډ په ځانګړي ډول په شپږو کاري ساحو کې جمهور رئیس صاحب ته مشوره ورکوي، او د پوهنې او روزنې، روغتیا، اقتصاد، سوله او امنیت او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې به نظارت کوي".

افغان ولسمشر ته د میرمنو دا مشورتي بورډ په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې د ښځو د چارو د سمون لپاره یو ځانګړی وزارت هم له ۱۳ کلونو راهیسې فعالیت کوي.

خو د ښځو چارو وزارت مسؤلین وايي چې د دغه بورډ جوړول به هغه بنسټونه سره همغږي کړي چې په افغانستان کې د ښځو د ستونزو په لرې کولو کې کار کوي.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله سعیده مژګان مصطفوي وايي چې د ښځو دا بورډ د ښځو چارو له وزارت سره موازي اداره نه ده.

میرمن مصطفوي وویل " موږ نه یواځې دا چې دا بورډ د وزارت ضعیفوونکې نه ګڼو بلکې یو ښه ملاتړی یې ګڼو، موږ تل د دې هڅه کړی ده چې د عدالت غوښتنې یوه اداره رامنځ ته شي چې د ښځو چارو له وزارت سره په کارونو کې مرسته وکړي".
د دې مشورتي بورډ مصوده چې په نننۍ غونډه کې تائید شوه په پينځو برخو او یو ویشتو مادو کې جوړه شوې ده.

په مصوبه کې راغلي چې دیرش کسیزه بورډ به تر راتلونکو ۵ کلونو پورې کار کوي او له هغې وروسته به د دې بورډ د غړیتوب لپاره له سره ټاکنې کیږي.

د مصوبې له مخې د بورډ ټول غړي په افتخاري ډول کار کوي او د هیڅ ډول امتیاز درلودونکي نه دي.

XS
SM
MD
LG