د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانیو بیه د ډالرو په وړاندې بیا غورځیدلې


په تېرو څوارلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې خپل لوړ ارزښت له لاسه ورکوي، نن په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په اووه شپېته اشاریه نوي پوله افغانیو تبادله کېده.

په همدې اونۍ کې دوه افغانۍ، په تېره یوه میاشت کې څلور نیمې افغانۍ او له لوی اختر را وروسته شپږ افغانۍ د یوه ډالر په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. په شهزاده سرای کې صرافان د افغانیو د ارزښت په بایللو اندېښمن دي، ددې سرای صرافان وايي، د امریکايي ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت د را کمېدو یو علت دا دی، چې د افغانستان بانک بازار ته اوس کمې پیسې عرضه کوي.

د صرافانو د اتحاديې ویاند حاجي ځیرک وايي، پخوا به افغانستان بانک په یوه اوونۍ کې نوي ملیونه امریکايي ډالر لیلام کول خو اوس ایله پنځوس یا څلوېښت ملیونه لیلاموي.

خو بل لورته د افغانستان بانک بیا وايي، ډالر د نړۍ په اسعارو کې خپل ارزښت لوړ کړی او په نورو بهرنیو اسعارو یې هم تاثیر غورځولی دی، خو ددې ترڅنګ د افغانستان بانک د مسؤلینو په ويناء عمومي اقتصادي وضعیت ښه ندی، سوداګریز کسر موجود دی، د بهرنیانو له وتلو سره ډالرو په مارکيټ کې کم شوي دي، بودیجه په بهرنیو مرستو تکیه لري او بهرنۍ مرستې راکمې شوي دي.

د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور وايي، په هغو فکټورونو کې چې افغانستان بانک پورې اړه لري، دوی افغانۍ د ډالر په مقابل کې هره اوونۍ د لیلام له لارې کنټرولوي.

د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت د لاسه ورکولو مخامخ په بیعو تاثیر غورځولی دی، صرافان، دوکانداران، په افغانیو معاش اخېستونکي او عام خلک یې اندېښمن کړي دي.

یوه هټیوال راته وویل چې د ډالرو په مقابل کې چې له کومې ورځې افغانۍ را غورځېدلې په بیعو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د شمېرنو له مخې افغانستان په ۱۳۹۳ لمریز کال کې اوه ملیارده او دوه سوه او پنځه نوي ملیونه امریکايي ډالره واردات لرل، په همدې کال کې یې بیا شپږ سوه او یوویشت ملیونه ډالره صادرات لرلي دي، اقتصاد پوهان وايي، دا چې افغانستان یو مصرفي او وارداتي هیواد دی، نو د افغانۍ په بې ثباته کېدو مخامخ په اقتصاد منفي اغیز کوي.

XS
SM
MD
LG