د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان که نورې وسله والې ډلې، مساپر څوک تښتوي؟


په تېرې څه باندې یوې میاشتې کې په د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ۵۰ تنه تښتول شوي دي.
په تېرې څه باندې یوې میاشتې کې په د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ۵۰ تنه تښتول شوي دي.

که څه هم په افغانستان د انسانانو تښتوونه کومه نوې خبره نه ده، خو په ډله ییز ډول اختطاف د یو شمېر افغانانو اندېښنې پارولي دي.

افغان سیمه ییز امنیتي چارواکي د مساپرو د تښتولو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي خو طالبان چوپه خوله دي، د دې تر ټولو وروستۍ او تازه پېښه یې په شمالي ولایت سرپل کې د یوولس مساپرو تښتول دي.

د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني د امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان د بلخاب ولسوالۍ اوسیدوونکي دي چې وسله والو د چهارشنبې په سهار د سرپل ښار ته پر لار نا معلوم لوري ته وتښتول.

په سرپل کې چارواکي وايي امنیتي ځواکونو د دغو کسانو د خلاصون هڅه وکړه، خو تراوسه یې کومه نتیجه ورکړې نه ده او د سیمه اییزو قومي مشرانو هڅې هم ناکامې شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

تښتووونکي څوک دي؟

د امنیتي چارو کارپوه او د نورستان پخوانی والي جمالدین بدر وايي چې په دغو تښتوونو کې تر ډېره د طالبانو لاس دی ځکه چې د هغه په خبره، طالبانو د وخت په تېرېدو سره خپل تکتیکونه هم بدل کړي دي.

ښاغلی بدر وویل "طالبانو خپل تکتیکونه بدل کړي دي، په ډله اییز ډول خلک تښتوي هغه هم د یوه قوم خلک، دا په دې خاطر چې د قومونو ترمنځ نفاق پېد اکړي، امنیتي ځواکونه کمزوري وښي او پر حکومت د ولسي باور کم او زیانمن کړي. "

ښاغلی بدر دا خبره هم کوي چې په افغانستان کې وروستیو سیاسي ناندریو دغه ډول پېښو ته لا ښې زمینې برابرې کړي دي.

خو د امنیتي چارو یو بل کارپوه حی ګل سلیمانخیل بیا سره له دې چې په دې پېښو د طالبانو لاس لرل نه ردوي خو، ټېنګار یې پر دې دی چې د حکومت د کمزورتیا له کبله، وسله والې جنايي ډلې هم پیاوړي شوي او دا کارونه کوي.

ښاغلی سلیمانخیل وايي " افغان حکومت هڅه کوي چې له طالب مشرانو سره د سولې خبرې وکړي او یوې موافقې ته ورسیږي، خو هغه وسله والې او جنايي ډلې چې په نا امنیو کې خپلې ګټې ویني، دا ډول کارونه کوي چې د طالبانو نوم بد او سولې مذاکرات ټکني کړي. "

تښتول شوي خوشي کړئ!

څه باندې یوه میاشت کې مخکې د ۳۱ تښتول شویو کسانو څرک لا لګېدلی نه و، چې نن ۱۱ تنه نور وتښتول شول.

په بامیان کې سلګونو کسانو د یوې اعتراضیې غونډې پر مهال د هغوی ۳۱ مساپرو د سملاسي پرېښودو غوښتنه وکړه چې نامعلومه وسله والو د کابل- هرات پر لویې لارې له ګاډو ښکته او وتښتول.

مظاهره کوونکو د ملګرو ملتونو پر عمومي منشي بانکي مون، ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي ریس عبدالله عبدالله غږ وکړ چې د دغو کسانو په خلاصولو کې مرسته وکړي.

ویل کیږي چې دغه ۳۱ ټول تښتول شوي هزارګان دي، چې لا یې هم نه تښتوونکي او نه هم د تښتولو هدف معلوم شوی دی، دوی د کابل- هرات په لاره وتښتول شول.

وړاندې، طالبانو د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې په لویو لارو کې د افغان حکومت کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، ښوونکي او ان په ځینو پېښو کې زده کوونکي هم تښتولي او وژلي دي، خو په وروستیو پېښو کې یې لاس لرل رد کړي دي.

اما، د امنیتي چارو کارپوه جمال الدین بدر وايي چې طالبان معمولا په هغو پېښو کې چې ولسي ملاتړ او خواخوږي ورسره وي،خپل لاس لرل نه مني.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG