د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر ستانکزی: که مو ښه کرېکټ ونکړ، استعفی کوم


د افغانستان کرېکټ بورډ تېره اونۍ اصغر ستانکزی کپټان وټاکه.
د افغانستان کرېکټ بورډ تېره اونۍ اصغر ستانکزی کپټان وټاکه.

د افغانستان کرېکټ بورډ، اصغر ستانکزی تېره اونۍ د ملي لوبډلې کپټان وټاکه. هغه وایي که لوبډله یې ښه کرېکټ ونکړي، دی به هم له کپټانۍ څخه استعفی وکړي.

د کریکټ د ملي لوبډلې پخواني مشر محمد نبي عیسی خیل له دې کبله استعفی وکړه چې ګنې دی په خپله او لوبډله یې د کرېکټ په تېر نړیوال جام کې د پلان او هیلو سره سمه لوبه ونکړه.

نوی کپټان اصغر ستانکزی هیله مند دی چې افغانستان به د ده په کپټانۍ کې لا ښه وځلېږي، خو دا خبرداری یې هم ورکړ چې که لوبډلې یې ښه کرېکټ ونکړ، دی به استعفی وکړي.

ده وویل " له لوبغاړو او له کرېکټ بورډ دواړو سره خبرې کړي دي، خپله وروستۍ هڅه به کومه چې لوبډله ښه وځلیږي او ښې لاس ته راوړنې ولري، که ښې لوبې ونکړې نو ښکاره خبره ده، څنګه چې نوروزو منګل او نبي عیسی خیل استعفی وکړه، همدغسې به اصغر ستانکزی هم استعفی کوي. "

اصغر ستانکزي له کپټان کېدو وروسته، په لومړي ځل له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکې کې دا خبرې کولې.

ښاغلي ستانکزي همدغه راز وویل یو پلان یې دا دی چې له دې وروسته به د لوبغاړو لپاره د بېټینګ یا منډو جوړولو تمرینونه زیاتوي، چې د ده په خبره دغه ټکي ته وړاندې ډېر پام نه کېده.

ښاغلی ستانکزی وايي تر کپټان کېدو د مخه یې د کرېکټ بورډ له چارواکو سره څو وارې خبرې وکړي او په ښکاره یې ورته وویل چې باید د لوبغاړو په غوره کولو کې ډېر واک کپټان ته ورکړل شي.

دی وايي " ما د کرېکټ بورډ ته وویل چې که ما کپټان کوﺉ، نو باید د لوبغاړو د غوره کولو ۵۰ او ۶۰ فیصده واک او صلاحیت کپټان ته ورکړﺉ، ځکه چې کپټان تر نورو ښه پوهیږي کوم لوبغاړی د کومې لوبې لپاره غوره دی. "

ښاغلی ستانکزی په خپلو خبرو ډېر ډاده ښکارېده خو دا خبره یې څو وارې تکرار کړه چې کپټان کېدل لوی زړه او د لوی فشار زغمل غواړي.

تر اصغر وړاندې محمد نبي او تر هغه وړاندې نورورز منګل د افغانستان د ملي لوبډلې مشران وو.
تر اصغر وړاندې محمد نبي او تر هغه وړاندې نورورز منګل د افغانستان د ملي لوبډلې مشران وو.

د ملي لوبډلې نوی کپټان وايي دی وړاندې هم څو وارې د لوبډلې مشري کړې ده، او هیله مند دی چې پخواني مشران نوروز او نبي به هم ورسره مرستې وکړي.

په ملي لوبډله کې د اصغر ستانکزي لوبې

اصغز ستانکزی له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لوبیږي.

ده تر اوسه په ۵۰ یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۵۰۵ منډې کړې چې تر ټولو ډېرې یې ۹۰ دي، نوموړي په دغو لوبو کې پنځه ځلې ۵۰ رنزونه کړي چې د کرېکټ په اصطلاح کې ورته فیفټي وايي.

اصغر همدغه راز ۱۵ څلور ورځنی لوبې چې، فرسټ کلاس هم بلل کیږي، کړي او په دغو لوبو کې یې ټولټال ۷۰۳ منډې کړي چې په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۲۷ دي.

د شلو اورونو په ۱۳ نړیوالو لوبو کې یې بیا ۲۱ منډې کړي او ډېرې منډې یې ۴۹ دي.

دی اوس له نورو لوبغاړو سره په کابل او جلال اباد کې، د سکاټلېنډ سره د را رونې سیالۍ لپاره په تمرینونو بوخت دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG