د لاس رسي وړ اتصالات

مس عینک لوبډلې د افغانستان د کرکټ اتلولي وګټله


نوروز منګل، د مس عینک د لوبډلې مشر و.
نوروز منګل، د مس عینک د لوبډلې مشر و.

له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د کرکټ د پنځو زونونو ترمنځ د څلور ورځنیو لوبو سیالۍ پیل شوې وې.

د دغو سیالیو پایلوبه په کابل کې د سپین غر د زون او مس عینک د زون ترمنځ وشوه چې مس عینک اتلولي وګټله. د مس عینک زون، د تېر سیالیو اتل و.

د مس عینک د لوبډلې نوروز منګل او د سپین غر د زون مشر شبیر نوري و.

مس عینک پچه وګټله خو، سپین غر زون يې منډو جوړولو ته وباله، سپین غر زون په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ١٧٥ منډې وکړې چې د مس عينک لوبـډلې يې په ځواب کې ٢٦٥ منډې وکړې.

سپین غر لوبډلې په دویمې پاڼۍ کې یوازې ١٥٧ منډې وکړې او مس عينک لوبډلې ته يې فقط د ٦٨ منډو هدف وټاکه چې په اسانۍ سره یې پوره او اتلولي یې وګټله.

په دغو سیالو کې د بست، بند امیر او امو زونونو لوبډلې هم وې، دغه لوبې په کابل ننګرهار او خوست کې وشوې.

د لوبې غوره لوبغاړی عبید کونړی شو، ده اووه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې جایزې

پر دې سربېره اتلې لوبډلې ته ١٥٠ زره افغانۍ او دویمې لوبډلې ته ۸۰ زره افغانۍ ورکړل شوې .

د دغو سیالیو هدف د کورني کرکټ وده او ملي لوبډلو ته د نویو استعدادونو موندل ښودل کیږي چې د کرکټ بورډ په خبره یو شمېر نوي لوبغاړي يې په نښه کړل چې په ځینو را روانو سیالیو کې به ورته په نړیوالو لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شي.

افغانستان داسې مهال د کورني کرکټ سیالۍ پای ته ورسولې چې په پام کې ده په بلې اوونۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته ولاړه شي.

افغانستان له زمبابوې سره پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو نړیوالې لوبې کوي، په دغو لوبو کې یوه تر ټولو نوي لوبغاړي رشید شینواري ته هم چانس ورکړل شوی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG