د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې عمان ته ماتې ورکړه


افغانستان او عمان په ۲۰۱۵ کال کې درې وارې د شلو اورونو سیالۍ کړي چې دوه وارې افغانستان ګټلي دي. سبا يې دا ډول څلورمه لوبه ده.
افغانستان او عمان په ۲۰۱۵ کال کې درې وارې د شلو اورونو سیالۍ کړي چې دوه وارې افغانستان ګټلي دي. سبا يې دا ډول څلورمه لوبه ده.

افغانستان د کرکټ د ۲۰ اورونو په یوې نړیوالې سیالۍ کې عمان ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه.

افغانستان او عمان په روان ۲۰۱۵ کال په دا ډول لوبو کې درې وارې سره مخامخ شوي چې دوه وارې افغانستان او یو وارې عمان لوبې ګټلې دي.

د متحدو عربو اماراتو د ابوظبۍ په ښار کې د ننۍ لوبې پچه عمان وګټله خو افغانستان ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

شهزاد محمدي په څلورو منډو وسوځېده خو ځوان توپ وهوونکي عثمان غني چې له شهزاد سره يې ګډه لوبه پیل کړې وه، ۶۹ چټکې منډې وکړې؛ هغه نهه څلوریزې او یوه شپیږیزه ووهله.

په نورو افغان لوبغاړو کې یوازې کریم صادق تر ۲۰ ډېرې منډې وکړې.

افغانستان عمان ته د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ، خو د عمان ټوله لوبډله په نونلسم اور کې په ۱۳۲ منډو وسوځېدله او لوبه يې پر افغانستان وبایلله.

په افغان توپ اچوونکو کې سید شیرزاد درې، یمین احمدزي، روښان بارکزي او سمیع الله شینواري دوه دوه او نسیم بړیڅ د عمان یو لوبغاړی وسوځول.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دا د سید شیرزاد او یمین احمدزي لومړنۍ نړیواله شل اوریزه سیالي وه.

دلوبې غوره لوبغاړی عثمان غني شو.

د افغانستان او عمان ترمنځ د شلو اورونو بله نړیواله لوبه سبا د دوشنبې په ورځ ده.

افغانستان تېره ورځ همداسې یوه لوبه پر هانګ کانګ وبایلله.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG