د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له عمان نه د کرکټ د شلو اورونو سیریز وګاټه


افغانستان تېره میاشت له زمبابوې څخه هم د یوې ورځنیو او شلو اورونو نړیوال سیریزونه وګټل؛ له زمبابوې سره په ډسمبر کې بیا لوبې لري.
افغانستان تېره میاشت له زمبابوې څخه هم د یوې ورځنیو او شلو اورونو نړیوال سیریزونه وګټل؛ له زمبابوې سره په ډسمبر کې بیا لوبې لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له شاوخوا دریو اونیو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې ده چې په دغې مودې کې يې له عمان څخه دوه د ۲۰ اورونو او له پاپو نیوګیني څخه یوه څلور ورځنۍ سیالۍ وګټلې.

خو له هانګ کانګ څخه يې د یوې ماتې تریخ خوند هم وڅکه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي دا له عمان سره د افغانستان د دوو شل اوریزو سیالیو لومړنی سیریز او لړۍ وه.

افغانستان د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د ۲۰ اورونو یوه بله ورته لړۍ له زمبابوې څخه هم ګټلې وه.

په ابو ظبۍ کې په نننۍ لوبې کې عمان پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه؛ خو د شهزاد محمدي ۶۰ چټکو منډو د عمان پرېکړه ناسمه ثابته کړه.

شفیق الله شفق ۳۲، کریم صادق ۲۴، کپټان اصغر ۱۹، ګلبدین نایب ۱۸ او عثمان غني اوه منډې وکړې.

افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اورونو کې عمان ته د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ، خو عمان یوازې ۱۴۸ منډې وکړې شوې او لوبه يې په ۱۲ منډو پر توپیر افغانستان ته وبایلله.

په افغان توپ اچوونکو کې یمین احمدزي درې، سید شیرزاد او روښان بارکزي دوه دوه او نسیم بړیڅ د عمان یو لوبغاړي وسوځول.

افغانستان تېره ورځ په همداسې یوې لوبې کې عمان ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړې وه.

په دغو سیالیو کې پنځه نوي افغان لوبغاړي ولوبول شول چې ښه وځلېدل؛ خو، ټول توپ اچوونکي وو.

افغانستان دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰ اورونو د لوبډلو په درجه بندۍ کې تر نیوزلېنډ وروسته او تر بنګلدېش مخکې دی. افغانستان په نهم نمبر دی.

د افغانستان نورې یوه ورځنۍ او د شلو اورونو سیالۍ د ډسمبر په میاشت کې له زمبابوې سره دي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي دا سیالۍ به یا په هند او یا به په اماراتو کې کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG