د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق ستانکزي ویلي چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د ورکړل شویو امتیازاتو نه په بشپړه توگه گټه اخلي او غواړي چې د دې شورا په مرسته د افغانستان کرکټ ته نور پرمختګ ورکړي.
ښاغلی ستانکزی چې د کرکټ د نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې د گډون دپاره د ویسټ ایډیز یا غرب الهند باربډوس هیواد ته تللی، د امریکا غږ آشنا راډیو د خبریال مطیع الله عابد سره ټیلي فوني مرکه کې ویلي چې افغانستان په استازیتوب ېې په دې غونډه کې خپل دریځ روښانه کړ او وې غوښتل چې افغانستان ته د کرکټ د دایمي غړو ملکونو سره د سیالیو امکانات برابر شی.
ښاغلي شفیق ستانکزي وویل چې دوي په دې توانیدلي چې د پاکستان او زیمبابوې سره راتلونکو میاشتو او کلنو کې د کرکټ سیالیو دپاره ژمنې واخلي.