د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان به د ټیسټ کرکټ مقام څنگه گټي؟


د کرکټ د نړیوالې شورا د انټرکانټینینټل کپ په لړ کې د دریو لویو وچو یا براعظمونو اته ټیمونه لکه د اسیا نه افغانستان، متحده عربي امارات، هانگ کانگ، د افریقا نه پپوا نیو گیني او نمیبا او د اروپا نه ایر لینډ، سکاټلینډ او هالنډ د کرکټ ټیمونه د یو بل سره یوه یوه سیالي کوي.

دا سیالۍ به د کال ٢٠١٥ نه تر ٢٠١٧ پورې مختلفو وختونو او ځایونو کې ترسره کیږي. تر اوسه دې لړ کې اتو ټیمونو دوه دوه سیالۍ کړيدي او نورې پینځه سیالۍ راتلونکو دوه کالو کې کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا د کال ٢٠١۴ د جنوري په میاشت کې اعلان کړی و ، چې هر یو ټیم چې د کال ٢٠١٥ نه تر کال ٢٠١٧ پورې په سیالیو کې قهرمان شي، هغه به د کرکټ د نړیوالې شورا د لسو بشپړ غړیتوب لرونکو ټیمونو د جملې نه د درجې په اساس د اخري ټیم سره چې دا وخت زمبابوې دی، څلور رسمي پینځه ورځڼۍ یا ټیسټ لوبې کوي او چې هغه هم وگټي نو د کرکټ د نړۍ د یولسم ټیسټ گټونکي ټیم مقام به ولري.

افغانستان په روانو ټیسټ سیالیو کې په دریم مقام دی
افغانستان په روانو ټیسټ سیالیو کې په دریم مقام دی

تېرې سیالۍ:

دې نه مخکې هم د انټر کانټینیټل کپ سیالۍ شوې وې، چې افغانستان هم یو ځل ٢٠١٠ کې د کپتان نوروز منگل په مشرۍ گټلې دي. ب

ل ځل ېې په ٢٠١٣ کې دویم مقام گټلی و. خو دا ځل ېې هدف یوازې جام گټل نه دي، بلکې د ټیسټ حیثت هم گټل دي چې د کرکټ یو معتبر مقام دی. ځکه چې د کرکټ یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ خو دا یو درې نیمې لسیزې کیږي چې پیل شوي، پینځه ورځنۍ کرکټ اوس هم ځانته قدر لري او د کرکټ په عنعنوي سپین لباس کې کیږي او ټیسټ لوبیدونکي لوبغاړي هم ځانته یو مقام لري.

د افغانستان برخلیک:

دا چې افغانستان به دغه حیثیت او مقام څنگه ترلاسه کوي، دې دپاره د دوه کالو اوږد سفر مخې ته پورت دی چې دې کې تر اوسه لږ ناکام او لږ کامیاب روان دی.

اوله سیالي ېې چې په سکاټلینډ کې د سکاټلینډ سره وه، بې نتیجې پای ته ورسیده، خو دا چې سکاټلینډ سره د کال ٢٠١٥ په جون کی شوې سیالي باران له کبله بشپړه نشوه، خو سکاټلینډ اول نوبت کې زیاتې منډې کړې وې، نو د سیالیو د قانون په اساس ورته شلو کې دیارلس نمرې ورسیدې، افغانستان ته باقي اوه پوینټه پاتې شول. د دې سیالیو د پوینټونو یا نمرو د قانون له مخې گټونکی ټیم شل پوینټه اخلي په شرط د دې چې دواړو نوبتونو یا اننگز کې مخکې اوسي. که اول نوبت کې وروسته پاتې وي او لوبه اخر کې وگټي .لکه څنگه چې افغانستان او د پي این جي په وروستۍ سیالۍ کې وشو نو بیا یوازې څوارلس پواینټه اخلي. خو دا چې پي این جي لوبه بایلوده ،نو یو پواینټه هم ورته ونه رسید.

افغانستان تجربه کاره او ځوان ،دواړه لوبغاړي لري
افغانستان تجربه کاره او ځوان ،دواړه لوبغاړي لري

د روانو سیالیو د سر ټیمونه:

تر دې دمه د انټرکاټینینټل کپ سیالیو لړ کې هر ټیم دوه دوه سیالۍ کړیدي او د پواینټونو په اساس ایر لینډ دوه سیالۍ کړي ،دواړه گټلي او شل شل پواینټه یعني مجموعي څلویښت پواینټه لري او اول مقام کې دی.

ورپسې د هالینډ ټیم دی چې دوه سیالیو کې ېې یوه گټلې، یوه بایللې، خو یوه سیالۍ کې ېې شپږ پواینټه هم اخیستي نو ټول ېې شپږویشت پوینټه کیږي او دویم مقام لري. دریم مقام د افغانستان د کرکټ ټیم دی، چې دوه سیالیو کې یوه مساوی او یوه گټلې لري. یوویشت پوینټه سره ولاړ دی.

نور پنځه ټیمونه د هانگ کانگ څلورم مقام،شل پوینټه، پي این جي پینځم، هغه هم شل پوینټه لري،خو د منډو اوسط ېې کم دی. نمیبیا هم یوه گټلې یوه بایللې او شلو پوینټو او کم رن ریټ سره شپږم دی. بیا ورپسې سکاټلینډ دی چې دوو کې یې یوه بایللې او یوه مساوي شوې، نو دیارلس پوینټه لري. اخري ټیم د متحده عربي اماراتو دی چې یو برۍ لري خو یو پواینټ هم نه لري.

د افغانستان راتلونکې سیالۍ:

په دې اساس د افغانستان وضعیت ډیر نازک دی ځکه چې لاندې ټیمونه ورنه فقط په یو پوینټ شاته دي او ایر لینډ ورنه نولس پواینټه مخکې او پینځه پوینټه مخکې دی. نو افغانستان باید راتلونکو سیالیو کې د بري سره سره د شلو پوینټو اخیستو هڅه هم وکړي چې د ټیمونو د لیست سر ته ورسي. دې دپاره به افغانستان راتلونکو کلنو کې متحده عربي اماراتو او د مقابل ټیمونو په کور کې پنیځه سیالۍ کوي چې د ټاکل شوي پروگرام په اساس به افغانستان د کال ٢٠١٦ د فروري او جون منځ کې د نمیبیا کوربه وي. لوبه به په شارجه کې ترسره کیږي. کره نیټه به ېې وروسته معلومیږي.

بیا به افغانستان همدې کال د اگست او نومبر په منځ کې هالینډ ته ځي او هلته به د کوربه ټیم سره څلور ورځنۍ سیالي کوي.بیا به افغانستان په کال دوه زره اولسم کې د فروري او جون په منځ موده کې یوه څلور ورځنۍ دپاره عربي اماراتو کې د ایر لینډ کوربه وي. همدې کال په جولايي نومبر په منځ کې به افغانستان د هانگ کانگ سره سیالي لري او د کال په اخري میاشتو کې به افغانستان عربي اماراتو سره په شارجه کې د دې سیالیو اخري سیالي کوي.

افغانستان د کرکټ په نورو شکلونو کې هم نړیوال مقامونه گټلي دي
افغانستان د کرکټ په نورو شکلونو کې هم نړیوال مقامونه گټلي دي

اخري پړاؤ:

د دې د ټولو سیالیو په اساس د اول مقام ټیم فیصله کیږي، چې هغه به بیا کال ٢٠١٨ کې د بشپړ غریټوب لرونکي هیواد سره څلور پینځه ورځنۍ ټیسټ سیالۍ کوي.چې دې هغو د گټلو په صورت کې به ټیسټ د درجې لرونکي یولسم ټیم په توگه ومنل شي.

افغانستان چې دا وخت په دریم مقام دی،نو یوازې ایرلینډ داسې ټیم دی چې د افغانستان د پرمختگ مخه نیولی شي، ایرلینډ په نورو سیالیو لکه یو ورځنیو و شل اوریزو کې هم د افغانستان مهم سیال دی. خو افغانستان د دومره سیالانو سره سره هم په لنډ وخت کې د څلورم ځل باندې د کرکټ د شل اوریزو لوبو نړیوال جام کې ځای موندلی، د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کال ٢٠١٥ کې ېې گډون کړی او یوه لوبه ېې هم پکې له سکاټ لینډه گټلې.

نو د تجربه کارو لوبغاړو د شتون او د ځوان لوبغاړو د راتگ او ځلیدو سره داسې هیله کیږي چې راتلونکو دوه کلنو کې به دوي نوره وړتیا هم ترلاسه کړي او د کرکټ د ټیسټ درجې غوره او لوړ مقام هم افغانستان ته را وگټي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG