د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د سپتمبر په میاشت کې د دوه مهمو غونډو کوربه دی


د ولسمشر خاص سلا کار عمر زاخیلوال وایي چې دا غونډې د تیرو غونډو تسلسل دی او افغانستان ورته پوره چمتوالی لري.
د ولسمشر خاص سلا کار عمر زاخیلوال وایي چې دا غونډې د تیرو غونډو تسلسل دی او افغانستان ورته پوره چمتوالی لري.

د افغانستان پایتخت کابل به د ستمبر په لومړۍ اوونۍ کې د دوه مهمو غونډه کوربه وي. د لومړۍ غونډې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا ناسته د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان یا ریکا شپږمه غونډه ده چې تمه ده د سنبلې په دولسم او دیارلسم تاریخ باندې په کابل کې جوړه شي.

دویمه غونډه به د افغانستان سره د مرستندویه هیوادونو د استازو په گډون کیږي .په دې اړه د ولسمشر اشرف غنی په مشرۍ ارگ کې غونډه هم شوې وه. د ارگ په اعلامیه کې راغلي چې په هغه غونډه کې چې یکشنبې په ورځ ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر نظارت لاندې وشوه؛ له افغانستان سره د مرستندويه هيوادونو د غونډې پر اجنډا خبرې وشوې.

ډاکټر عمر زاخیلوال وایي چې دا غونډې د تیرو ناستو تسلسل دی
ډاکټر عمر زاخیلوال وایي چې دا غونډې د تیرو ناستو تسلسل دی

د مرستندويه هېوادونو غونډه په داسې حال کې کيږي چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړي دي او غوښته يې کړې چې په اړه يې لازم اقدامات وشي.

بلخوا د افغانستان د مالېې پخوانی وزیر او د ملي اقتصاد په چارو کې د ولسمشر خاص سلا کار عمر زاخیلوال امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې دا غونډې د تیرو غونډو تسلسل دی او افغانستان ورته پوره چمتوالی لري.

ښاغلی زاخیلوال وایي چې د ټوکیو او د لندن د غونډو په دوام کې هر کال دا ډول غونډې وزیرانو او لوړ رتبه چارواکو په گډون کیږي او د افغانستان او د سیمې په اقتصادي همکارۍ پکې نوې ژمنې او د زړو ژمنو پخلۍ او پوښتنه کیږي.

همدا شان د مرستنیدویه ملکونو سره غونډه کې د چارو په شفافیت او ښې حکومتدارۍ خبرې کیږي او د مرستو د استعمال په څرنگوالي د نظرونو تبادله کیږي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:03 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG