د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: اجرایوي مقام به د وعدې سره سم مسعود ته ورکړو


د افغانستان د دویم ځلي انتخاباتو د رائیو تفتیش چي د دواړو کاندیدانو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځ ته کېدو وروسته د یوې ورځې دپاره ودریدی، بیرته پیل شو.

د رائیو د تفتیش بهیر په داسي حال کي ادامه لري چي د اشرف غني مرستیال سرور دانش ویلي دي چي که چیري دوي وړونکي اعلان شي نو دوي به د وعدې سره سم د راتلونکي حکومت اجرایوي پوست احمد ضیا مسعود ته ورکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم ځلي انتخاباتو د ۸،۱ میلیونو رایوو د بیا شمیرنې بهیر د پنجشنبې په ورځ د ملګرو متلونو د مستقیم نظارت لاندي او د کاندیدانو د استاځو، رسنیو او بهرنیوو ناظرینو په حضور کي پیل سو.

خو دغه بهیر وروسته له هغه نه ودریدی چي د دواړو کاندیدانو، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله استاځي د پروسې څخه په احتجاجي ډول ووتل.

وروستی جنجال د شنبې په ورځ هغه وخت رابرسیره سو کله چي پر دې باندي اختلافات رامنځ ته شو چي د هغو رائیو سره څه وسي چي رای ورکونکو سمې نه دي نښاني کړي.

د دغو اختلافاتو له کبله د انتخاباتو خپلواک کمیسون مجبوره سو چي د رائیو د بیا شمیرنې او څار بهیر ودروي خو د دواړو خواو ترمنځ د موافقې د حاصلیدو وروسته د یکشنبې په ورځ د تفتیش بهیر بیا پیل سو.

ددغه تفتیش پایلې به دا په ډاګه کړي چي راتلونکی افغان ولسمشر د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ څوک دی.

سرور دانش چي د احمدزي په ټکټ کي د هغه مرستیال دی، د آزادۍ راډیو سره یې په یوې ځانګړې مرکې کي ویلي دي چي د دواړو کاندیدانو ترمنځ سوې موافقه دوې برخې لري چي یوه یې تخنیکي ده او بله یې هم سیاسي ده او د سیاسي برخې پر څرنګوالي باندي لا بشپړه موافقه تراوسه پوري نه ده حاصله شوې بلکې یواځي دواړو ټیمونو پر تخنیکي بعد باندي موافقه کړې ده چي هغه د رایوو بشپړه څارنه او شمیرنه ده.

دانش: "په انتخاباتو کي به وړونکیْ او بایلونکی وي"

وروسته له هغه نه چي په انتخاباتو کي د دواړو کاندیدانو له لوري د درغلۍ ادعاګنې وسوې او په افغانستان کي یو سیاسي بحران رامنځ ته سو نو د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دواړو کاندیدانو سره خبرې وکړې او جان کیري یې افغانستان ته واستوی چي د دواړو کاندیدانو ترمنځ روغه جوړه وکړي.

د روغې جوړې په نتیجې کي ،، ملي وحدت،، د حکومت د رامنځ ته کولو آوازې په مطبوعاتو کي خپرې شوې او داسي برداشتونه واخیستل سول چي ګواکي دغه انتخابات بایلونکی هیڅ نلري.

اما ښاغلی دانش بیا وايي چي انتخابات به هم ،،وړونکی،، لري او هم به ،،بایلونکی،، لري. نوموړي زیاته کړه چي که خبره د رایوو د تفتیش او بیا شمیرنې مطرح وي او بایلونکی او وړونکی د خلګو د رایوو پراساس ټاکل کېږي نو د تفتیش پایلې به وړونکی او بایلونکی په ډاګه کړي ځکه یواځي یو کس ولسمشر کېدلای سي.

خو نوموړي وویل چي که چیري په راتلونکي حکومت کي د ټولو د اشتراک مسله مطرح وي یعنی د افغانستان د ټولو سیاسي او اجتماعي اقشارو د ګډون مسله شامله وي نو ،، بلی په ټاکنو به هیڅ بایلونکی نه وي،، او دواړه ټیمونه به بریالي وي.

دانش: "د ملي ایتلاف او ملي وحدت حکومت یوه خبره نه ده"

ښاغلی دانش وايي چي راتلونکی حکومت به د ملي یووالي حکومت وي چي په اساسي قانون کي هم ورته اشاره شوې ده او د ملي یووالي حکومت د ایتلافي حکومت سره توپیر لري.

د هغه په وینا ایتلافي حکومت هغه مهال رامنځ ته کېږي چي نظام پارلماني وي او په انتخاباتو کي ګوندونو اکثریت څوکۍ ونه ګتي . په داسي حالت کي ګوندونه سره یوځای کېږي چي حکومت تشکیل کړي او کله چي یو ګوند یا زیات بیرته د ایتلاف څخه ووځي نو حکومت د کمو څوکیوو په درلودلو سره ړنګ کېږي خو د ملي یووالي په حکومت کي دغه مسله شرط نه دی.

ښاغلي دانش هغه ریپوټونه هم رد کړل چي ګواکي دمخه لا د دواړو انتخاباتي ټیمونه ترمنځ حکومتي څوکۍ ویشل سوي دي او ویې ویل چي دواړو ټیمونه به په ګډه سلامشورې سره وکړي چي د راتونکي حکومت کابینه به څه ډول وي.

کله چي د ښاغلي دانش څخه د پارلماني نظام په هکله پوښتنه وسوه نو هغه وویل چي دافغانستان اوسنیْ نظام مختلط دی، نه په بشپړه توګه ریاستي دی او نه هم پارلماني دی او دا چي د افغانستان د نظام تبدیلیدل د افغانستان د اساسي قانون او لویې جرګې مسولیت دی.

د سرور دانش څرګندونې په داسي حال کي مطرح کېږي چي د انتخاباتو خپلواک کمیسون ویلي دي چي د رائیو ۵۰ په سلو کي صندوقونه کابل ته ورسېدلي دي چي تفتیش سي او دا چي د د رایوو د څارنې کار ادامه لري.

په عین حال کي په افغانستان کي د ناټو عمومي قوماندان جنرال جوسف ډنفورډ بیا وايي چي هغه تمه لري چي د تفتیش پایلې به ښې وي.

جنرال ډنفورډ داسي وویل "د رایوو د صندوقونو د تفتیش په بهیر کي د نړیوالې ټولنې او دواړو کاندیدانو زیاته اندازه نظارت موجود دی. ترټولو تشویق کونکې مسله دا ده چي دواړه کاندیدان ډیر مسول کسان دي او د سیاسي انتقال په عواقیبو او ارزښت پوهېږي. دغه راز دواړو هوکړه کړې ده چي د رایو د تفتیش نتیجه به مني. زه ډیرخوشبینه یم چي ددې بهیر په پای کي به یو وړونکی او یو بایلونکی را برسیره کېږي او بایلونکی به د انتخاباتو نتایج او د خلګو اراده مني."

د یادونې وړ ده چي د روان کال په پای کي به اکثره د ناټو ځواکونو د افغانستان څخه ووځي. د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاس لیکېدل به دې ته لاره هواره کړي چي په افغانستان کي یو شمیر بهرني ځواکونه پاته سي چي د افغانستان سره د ترهګرۍ ضد عملیاتو کي مرسته وکړي او دغه راز د افغان ځواکونو په ښوونه او روزنه کي مرسته وکړي. خو ولسمشر کرزي دغه سند تراوسه پوري لاس لیک کړی نه دی.

په عین حال کي دواړو کاندیدانو ویلي چي دغه سند به واک ته د رسیدو وروسته امضا کړي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG