د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان باندې د اقلیمي بدلون اغیزې


کثافات په چاپیریال باندې بده اغیزه کوي.
کثافات په چاپیریال باندې بده اغیزه کوي.

د پاریس د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې به د نړۍ د ۱۹۳ هیوادونو مشران او استازي برخه ولري.

د دغه کنفرانس لومړنۍ ناستې د نومبر په درویشتمه پيلیږي او تمه کیږي چې د نړۍ مشران د اقلیمي بدلونونو په تړاوو یوې نوې موافقې ته ورسیږي.

که څه هم پدغه کنفرانس کې د افغانستان په اړه مشخصا څه نه ویل کیږي، خو د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي، چې د پاریس کنفرانس د افغانستان د چاپيریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو ستونزو ته د رسیده ګۍ لپاره اهمیت لري.

د کابل ښار کول حشمت خان اوس په بیدیا بدل شوی. د دې سیمې اوس هغه پخوانۍ اوبه نشته، شين چاپيریال یې خړ شوی، د سایبریايي مارغانو او نورو الوتونکو شمېر کم شوی.

یو وخت د کول حشمت خان د دې سیمې جهیل ته به ۱۵۷ نوعه مهاجرې مرغۍ راتلې.

د چاپیریال ککړتیا او د اقلیم بدلون د کابل ښار پدغې برخې ښکاره تاثیر لرلی دی. د کول حشمت خان د ولسي شورا مشر یوسف همت هغه ورځې په یاد لري، چې کول حشمت خان یو شین ځای له اوبو ډک او د خلکو لپاره د تفریح ښه ځای وو، په تیره بیا ښکاریانو لپاره.

ښاغلی همت وایي باید د هغو کثافاتو مخه ونیول شي چې له ښاره راوړل کیږي او د کول حشمت خان په شاو خوا کې اچول کیږي. د ښاغلي همت په وینا دا په چاپیریال باندې فوق العاده اغیزه کوي..

که څه هم افغانستان د نړۍ د اقلیم په تغییر کې ونډه نه لري، خړ په نړۍ کې د اقلیم بدلون په افغانستان اغیزه لرلی شي.

د قدرت الله په څیر د افغانستان عادي خلک په پاریس کې د ملګرو ملتونو له دغې غونډې بې خبره دي.

هغه وایي"له غونډې خبر نه یم، ولې د افغانستان چاپیریال ډېر ککړ دی، کله چې په سړکونو ګرځې کله نا کله تنفس نه شې کولی."

خو د افغانستان لوستې ټولنه پر دغه هیواد د نړۍ د اقلیم د بدلون په بدو تاثیراتو باخبره ده، دوه کاله وړاندې د کابل پوهنتون د چاپیریال ساتنې لپاره یوه جلا پوهنځۍ چې زده کوونکي پکې د چاپیریال ساتنې زده کړې وکړي جوړه کړه.

دا پوهنځۍ اوس مهال تر پنځه سوه پورې محصلین په درېیو برخو چاپیریال ساتنې، طبیعي سرچیني او د طبیعي پېښو په مدیریت کې روزي

د دې پوهنځۍ رئيس نور احمد اخندزاده وايي، چې د نړۍ پرمختللي هیوادونه باید د نړۍ د هوا په ککړتیا او د اقلیم په بدلون کې ګرم وبلل شي

پرمختللي هیوادونه گرم وبلل شي

"افغانستان د میحط زیست دتخریب کوونکي موادو تولیدونکی نه دی."

د ځمکې پېژندنې د پوهنځۍ یوه محصله بیا وايي، د نړۍ د اقلیم په بدلون کې پرمختللي هیوادونه مسؤلیت لري، خو ترڅنګ په افغانستان کې چاپیریال ته په خپله دومره زیان رسېدلی چې بېرته عادي کېدو ته یې کلونه وخت ته اړتیا ده.

د پاریس غونډې ته د افغانستان د چاپیريال ساتنې د ادارې په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی ځي او پکې برخه اخلي، دا ادارې د پاریس له غونډې مشخصه غوښتنه لري.

د چاپیريال ساتنې اداره وايي، له ۲۰۲۰ کال نه تر ۲۰۳۰ ميلادي کال پورې د یو لسیزې لپاره د پاریس له غونډې درویشت ملیارده او شپږ سوه ملیونه ډالره مرسته غواړي.

دا اداره وايي، چې د دوی څېړنو ښودلې، تر دېرش راتلوونکو کلونو پورې به په افغانستان کې د تودوخې کچه دوه درجې لوړه لاړه شي، او د نړۍ دا مرستې به د چاپيریال ساتنې له دې ملحوظ په مصرف ورسول شي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مسلکي مشر غلام محمد ملکیار وایي "دا مرستې زمونږ حق دی، مونږ باید خپل حق د کاربن له تولیدونکو نه واخلو، دا مرستې به مونږ د پروژو په عملي کولو، د ځنګلونو په زیاتولو مصرف کړو، ترڅو د اقلیم د تغیر مخه ونیسو او کاربن را کم کړو."

افغانستان تر جګړو وړاندې درې په سلو کې په ځمکه ځنګلونه درلودل، چې د جګړو په مهال ځنګلونه ووهل شول او او یو اشاریه دوو ته دا شینوالی را کم شو.

د چاپيریال ساتنې اداره په ورته وخت کې د اوبو له کموالي هم وايي، وايي چې یخچالونه مخ په اوبه کېدو دي.

په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په اړه پوهاوی شته، خو د اقلیم د بدلون مسؤلیت تر ډېره صنعتي هیوادونو په غاړه اچول کیږي، افغانستان او نور وروسته پاتې هیوادونه د اقلیم د بدلون قرباني دي

XS
SM
MD
LG