د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون نوی تخنیکي ډایرکتر


د افغانستان د فټبال د فدراسیون نوی ډایرکتر
د افغانستان د فټبال د فدراسیون نوی ډایرکتر

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فیفا یا د فوټبال د نړیوالې شورا روزنکی چې ایراني الاصله دی، د فوټبال د فدراسیون د تخنیکي ډایرکتر په توګه معرفي کړ.

د فوټبال فدراسیون وايي چې حسین صالح له دوی سره یو کلن تړون لاس لیک کړی دی چې په ۱۲ بیلابیلو برخو کې به د افغانستان د فوټبال فدراسیون سره همکاري کوي.

د لوبغاړو روزنه، د فوټبال د لیګونو جوړول، افغان روزنکو ته د روزنې د پروګرامونو جوړول، د فوټبال فدراسیون لپاره د اوږد مهاله پلان جوړول، د سیمینارونو ترسره کول او په فني برخه کې د فوټبال فدراسیون سره همکاري کول هغه څه دي چې حسین صالح به یې د افغانستان د فوټبال فدراسیون سره د تړون له مخې ترسره کوي.

ښاغلی صالح وايي "د فیفا او د ای ایف سي د پلان په اساس او د افغانستان د فوټبال د پرمختګ لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسیون له فیفا څخه د یو تخنیکي دایرکتر غوښتنه کړې وه چې د ای ایف سي لخوا ومنل شوه او زه به په افغانستان کې کار کوم".

دا لومړی ځل نه دی چې یو بهرنی د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې دنده پیل کوي، له دې مخکې ځیني بهرنیو روزنکو د افغانستان د فوټبال د لوبډلو د روزنې په برخه کې هم دندې ترسره کړي دي چې له مخې مخکې د فټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې اتو تنو تاجکي او ازبکي روزونکو د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتو لوبدلو روزنه هم په غاړه درلوده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم وايي هیله من دی چې وکولای شي نوی تخنیکي دایرکتر د افغانستان د فوټبال په پرمختګ کې رغنده ګامونه اوچت کړي.

ښاغلی کریم وايي "دی به له موږ سره په دولسو برخو کې همکار اوسي‌ چې معاش یې د بریتانیا د شاهي دولت او په کابل کې د انګلستان د سفارت لخوا ورکول کیږي چې د ترانسپورت په برخه کې به ورسره د فوټبال فدراسیون همکاري کوي".

د یادولو وړ ده چې حسین صالح ته به ۷۰۰۰ امریکايي ډالر معاش ورکول کیږي چې پکې د هغه د کور کرایه او نورې اړتیاوې هم شاملې دي.

د نجونو د باسکتبال سیالۍ

په کابل کې د نجونو د باسکتبال ملي سیالۍ د یکشنبې په ورځ د ۱۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې.

د افغانستان د باسکتبال فدراسیون وايي چې په دغو سیالیو کې د کابل ښار ، بلخ، کندهار، غزنی او بامیان ولایتونو لوبډلو هم ګډون کړی چې تر پنځو ورځو پورې به سره سیالۍ ترسره کړي.

په کابل کې د نجونو د باسکتبال لوبې
په کابل کې د نجونو د باسکتبال لوبې

د افغانستان د باسکتبال د فدراسیون فني مرستیال عبدالجلیل بارکزي امریکا غږ ته وویل چې ددغو سیالیو په پای کې به غوره لوبغاړې د نجونو د ځوانانو او ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

ښاغلی بارکزی وايي، په دغو سیالیو کې اوه ټیمونه د کابل ښار او پنځه ټیمونه د ولایتونو دي چې د غوره لوبغاړو د جذبولو او د باسکتبال د رشد په خاطر ترسره کیږي.

په ورته وخت کې نجونې وايي چې دغه راز سیالۍ دوی لپاره زیاتې ګټورې دي او له دې سره کولای شي چې خپلې تجربې له نورو لوبغاړو سره شریکې کړي.

د خوجسته یوسفي په نوم یوې لوبغاړې چې د غزني ولایت څخه یې په ملي سیالیو کې ګډون کړی دی امریکا غږ ته وویل چې پخوا دوی لپاره داسې زمینه برابره نه وه چې لوبې وکړي، خو اوس ډیره خوښه ده چې په ملي سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

آغلې یوسفي وايي "اوس کولای شو چې په سیالیو کې برخه واخلو او یوه اندازه زمینه برابرده ده ، خو په غزني کې موږ ته هیڅ زمینه برابره نه ده او نشو کولای چې په ښه توګه په لوبو کې ګډون وکړو".

د افغانستان د باسکتبال فدراسیون وايي که چیرې حکومت په تیره د بدني روزنې ریاست ورته زمینه برابره کړي نو په ایران او تاجکستان کې به په یو لړ سیالیو کې هم ګډون وکړي چې تر راتلونکو دوو میاشتو ترسره کیدونکې دي.

XS
SM
MD
LG