د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د درمل جوړونې ملي شرکت جوړوي


د عامې روغتیا وزیر وايي هر کال افغانستان ته د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل واردیږي چې نیمايي پاکستاني درمل دي.
د عامې روغتیا وزیر وايي هر کال افغانستان ته د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل واردیږي چې نیمايي پاکستاني درمل دي.

افغانستان دا مهال تر ډېره خپل دارو درمل له بهر نه او په ځانګړي ډول له پاکستان نه واردوي.

خو، اوس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پتېیلې ده چې کور دننه د درمل جوړولو یو ستر او ملي شرکت جوړ کړي.

وزیر فیروز الدین فیروز امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دغه شرکت د جوړولو پلان یې کابینې ته سپارلی دی او همدا چې کابینه یې ومني دوی به یې پر عملي کولو کار پيل کړي.

خو، نوموړي په دې اړه نور ډېر جزییات ورنکړل.

څه موده وړاندې په کابل ښار کې ځانمرګي بریدونه او چاودونې شوې او افغان چارواکو پاکستان تورن کړ چې د دغو بریدونو تر شا دی، د افغانستان د درمل جوړولو ټولنې یې هم په غبرګون کې له پاکستان څخه د درملو واردول بند کړل.

خو، اوس د عامې روغتیا وزیر وايي چې که له هر هېواد نه درمل راوړل کیږي باید، ښه کیفیت ولري، ان که له پاکستان څخه هم وي.

ده ومنله چې دا مهال چې له بهر نه څومره درمل واردیږي، تر ډېره بې کفیته دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې هر کال د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له بهر نه افغانستان ته درمل انتقالیږي، چې د ښاغلي فیروز په خبره یې نیمايي پاکستاني درمل دي.

XS
SM
MD
LG