د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي د درملو ۷۰ بهرني شرکتونه تړي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مشخص ډول د کوم بهرني شرکت نوم یاد نکړ
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مشخص ډول د کوم بهرني شرکت نوم یاد نکړ

د افغاانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د درملو ۷۰ هغه بهرني شرکتونه به ډېر ژر وتړي، چې د چارواکو په خبره دغه هېواد ته غلط درمل واردوي.

دا خبرې دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز دشنبې ورځ له غرمې وروسته په جلال اباد کې ېوې خبرې ناستې ته وکړې.

هغه ننګرهار ته په دې موخه راغلی،چې دغلته راولاړې روغتیايي ستونزې وپلټي،او دحل لار یې راوباسي.

ښاغلی فیروز وايي هېواد ته ګڼې دواګانې دکیفیت له پلوه کمزورې راځي او ډېر ژر به ددرملو هغه بهرنۍ کمپنۍ په تور لیست کې شاملې کړي،کومې،چې زیان اړونکې وي.

هغه وايي"ژر ژر به اعلان وکړو،چې له پنځوسو تر اویا بهرنۍ کمپنۍ په تور نوملړ کې راولو،چون دغه کمپنۍ بااعتباره نه دي او دهمدغه کمپنیو له لارې درمل هېواد ته راوړل کېږي.مونږ ددوا ګمپنۍ کوچنۍ کوو کمښت پکې راولو هغه کمپنۍ راجستر کوو،چې با اعتباره وي.هغه وخت،چې مونږ باوري کمپنۍ ثبت کړو،هغوی بیا دپیسو لپاره خپل نوم او باور له لاسه نه ورکوي.اوس مهال ځکه ټولې کمپنۍ بې باوره دي،چې دپیسو لپاره هر ډول کار وغواړي کوي یې."

نوموړی وايي دغه کمپنۍ دګڼو هېوادونو پورې تړاو لري،چې ډېر ژر به یې په تور لیست کې شاملې او په افغانستان کې به یې کارونه په کلي توګه وتړل شي.

ښاغلی فیروز زیاتوي" دغه کمپنۍ دکوم ځانګړي هېواد پورې نه دي تړلي بلکې دټولو هېوادونو دي. اکثره دواګانې،چې افغانستان ته راځي،دګاونډیو هېوادونو پورې اړه لري،لکه له چین،پاکستان،ایران، هند استان او حتی داندونیزیان مالیزیا بنګله دیش،خلیج او عربي هېودادونو نه راځي."

دی وايي دغه شرکتونه چې په تور لیست کې یې شاملوي ممکن له دې هم زیات شي خو دغه ۷۰ شرکتونه یې تر اوسه په نښه کړی دي.

دعامې روغتیا وزیر ددارو درملو مسلې دحل لپاره دشخصي تصدۍ راجلبول هغه څه وګڼل،چې ممکن دناکاره دواګانو مخنیوی پرې وشي.

هغه وايي دغه تصدۍ دهېواد په کچه نژدې دوه سوه درملتونونه لري،چې دی غواړي په شخصي او دولتي کچه ددغه درملتونونو له لارې دښه کیفیت دارو درمل خلکو ته ورسوي.

ښاغلی فیروز زیاتوي،چې په هېواد کې ددرملو او خوړو څرنګوالي دکنټرول لپاره څلور لوی مرکزونه جوړوي.

دی وايي دا کار یې له کابله پیل کړی،چې په څلورو میاشتو کې دغه مرکز سرته رسي او ارداده یې داده،چې په دهېواد په څلورو نورو برخو کې ددوا او خوړو دکیفیت مالوملو مرکزونه جوړوي.

که څه هم دافغانستان په ګڼو سیمو کې ددرملو ټیټ کیفیت ددې لامل شوی ،چې ان ځینې غریبې کورنۍ هم خپل ناروغان له هېواده بهر بیايي خو دروغتیا وزارت وايي دټولو چارو دڅارنې لپاره یې قوي پلانونه جوړ کړي دي.

دروغتیا وزارت ویلي،چې په هېواد کې د معیاري روغتونونو نشتوالي ددې لامل شوی ،چې افغانان په روغتايي برخه کې هر کال ۳ سوه میلیونه ډالر په کاونډیو هېوادونو کې مصرف کړي.

XS
SM
MD
LG