د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د مثانې بیساري عملیات وشول


موږ هڅه وکړه چې له ناروغ سره هم وغږیږو، خو و نه توانېدو. ډاکټر یې وايي د هغه صحت اوس ښه دی.
موږ هڅه وکړه چې له ناروغ سره هم وغږیږو، خو و نه توانېدو. ډاکټر یې وايي د هغه صحت اوس ښه دی.

په ننګرهار کې یو افغان ډاکټر ادعا کوي چې په لومړي ځل یې د افغانستان په ختیځ کې د مثانې داسې عملیات کړي چې، تر ده مخکې بل هېڅ یو ډاکټر نه دي کړي.

ډاکټر احمد شاه اکبر وايي د خېټې له څېرې کولو پرته یې د یو مریض له مثانې نه درې نیم سانتې تېږه ویستلې ده.

ښاغلي اکبر د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا په ختیځو ولایتونو او په خاص ډول د جلال آباد په ښار کې د خپل ډول لومړني او پرمختللي عملیات وو.

دی وايي " مریض ۷۵ کلن سپین ږیری و او متیازې یې بندېدې. معایناتو یې وښودل چې په مثانې کې یې درې نیم سانتي تېږه ده، خو مریض ډارېده چې مثانه یې څېرې نشي. د خیټې له څېرولو پرته مو د کمپیوټر په واسطه په مثانه کې دننه تېږه مېده مېده کړه او بیا مو ټوټې ټوټې را وویستله. دا اول ځل و چې په مشرقي کې داسې عملیات وشول، او ما وکړل. له همدې لارې د مثانې د تومور (غوټه) د لېرې کولو عملیات هم کوو. "

ډاکټر احمد شاه وايي په کابل کې هم د ګوتو په شمېر ځینې ډاکټران، دا ډول عملیات کوي.

معمولآ په افغانستان کې له مثانې څخه د تېږو د راویستلو عملیات د خېټې د څېرې کولو له لارې کیږي. ښاغلي اکبر دغه عملیات په یوه خصوصي روغتون کړي چې لسګونه زره افغانۍ لګښت پرې راغلی چې شاید د ډېرو افغانانو له وسې وتلې وي.

د افغان طبابت پرمختګ

ښاغلی اکبر وايي د تېرو څو کلونو په پرتله، د افغانستان طب او طبابت ښه شوي او یو شمېر ډاکټرانو په خاصو برخو کې تخصصونه کړي چې اوس په ډېرو برخو کې د مریضانو علاج په افغانستان کې دننه کیږي.

ډاکټر احمد شاه وايي دا هماغه درې نیم سانتي تېږه ده چې د تناسلې الې له لارې د کمپوټر په واسطه د مریض په مثانې کې مېده مېده او وویستل شوه.
ډاکټر احمد شاه وايي دا هماغه درې نیم سانتي تېږه ده چې د تناسلې الې له لارې د کمپوټر په واسطه د مریض په مثانې کې مېده مېده او وویستل شوه.

دی وايي، د مثانې د عملیاتو لپاره به افغانان یا هند ته تلل، یا پاکستان ته او یا ځینو نورو هېوادونو ته چې، ډېر مصرف یې کېده، خو اوس د ده په خبره په افغانستان کې د ننه دا ډول امکانات برابر شوي او لګښت یې دومره ډېر نه دی.

ده د طب له محصلینو او نورو افغان ډاکټرانو څخه هم وغوښتل چې په خبره یې زوړ طبابت هېر کړي او نوي طبابت زده کړي " موږ په کتابونو کې ډېر شیان لوستي وو، خو هاغه وسایل په افغانستان کې نه وو. د طب محصلین او افغان ډاکټران باید له نویو وسایلو سره ځانونه اشنا کړي، په خاصو برخو کې تخصص وکړي چې په افغانستان کې ورته ډېره اړتیا ده. "

ډاکټر احمد شاه اکبر د ننګرهار د طب له پوهنځي څخه فارغ شوی او بیا یې د پاکستان په لاهور کې ښار کې په همدغې برخې کې تخصص کړی دی.

سره له دې، چې ښاغلی اکبر ټېنګار کوي چې، باید د افغانستان ډاکټران عصري طبي زده کړې وکړې، خو دا مهال ښايي په افغانستان کې دننه د ګوتو په شمېر داسې حکومتي روغتونونه وي چې پرمختللي وسایل او متخصصین ولري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG