د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په هند کې د کرېکټ لوبغالی غواړي


کرېکټ بورډ وايي ځکه له هند نه د میدان غوښتنه کوي ده چې یو خو د افغانستان سره نژدې او بل یې میدانونه په نړیوالو معیارونو برابر دي
کرېکټ بورډ وايي ځکه له هند نه د میدان غوښتنه کوي ده چې یو خو د افغانستان سره نژدې او بل یې میدانونه په نړیوالو معیارونو برابر دي

د افغانستان کرېکټ بورډ د هند له کرېکټ بورډ څخه غوښتنه کړې ده چې په ډیلي کې ورته د کرېکټ یو نړیوال لوبغالی ورکړي.

افغان کرېکټ بورډ وايي دوی خپله غوښتنه په رسمي ډول په کابل کې د هند د سفارت له لارې د هغه هېواد کرېکټ بورډ ته استولې ده.

افغانستان چې نړیوال کرېکټ یې شاوخوا یوه لسیزه عمر لري، د کرېکټ د نړیوالو او معیاري لوبغالو له کموالي سره مخامخ دی. له بل لوري، د امنیتي ستونزو له کبله بهرنۍ لوبډلې د لوبو لپاره افغانستان ته نه ورځي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر نسیم دانش د امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی ځکه له هند نه د میدان غوښتنه کړې ده چې، یو خو هند د افغانستان سره نژدې دی او بل لوبغالي یې په نړیوالو معیارونو برابر دي .

ښاغلي دانش وویل که په هند کې خپل لوبغالی ولري، د هند د سیمه اییزو پیاوړو لوبډلو سره به هر وخت د تمریني لوبو فرصتونه ولري.

هغه وویل "موږ په کابل کې د هند د سفیر په واسطه د دغه هېواد له کرېکټ بورډ څخه غوښتنه کړې ده چې، په ډيلي کې خپل یو نړیوال میدان زموږ په واک کې ورکړي چې، زموږ لوبغاړي په کې تمرینونه، نړیوالې لوبې او د نورو هېوادونو کوربتوب وکړي. که زموږ لوبغاړي هلته ولوبیږي شاید د هند کرېکټ بورډ یې ځینې د آی پي ایل سیالیو لپاره هم غوره کړي".

تراوسه د هند کرېکټ بورډ کابل ته د هو او نه ځوا ب نه دی ورکړی، خو ښاغلی دانش هیله مند دی چې ځواب به یې مثبت وي.

ښاغلي دانش وویل که په هند کې خپل میدان ولري، د هند د سیمه اییزو پیاوړو لوبډلو سره به هر وخت د تمریني لوبو زمینې برابرې شي.
ښاغلي دانش وویل که په هند کې خپل میدان ولري، د هند د سیمه اییزو پیاوړو لوبډلو سره به هر وخت د تمریني لوبو زمینې برابرې شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له جمهوري ریاست نه هم غوښتنه کړې ده چې، ډیلي ته د ولسمشر غني د په راتلونکي سفر کې هم له هندي چارواکو سره د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ په اړه خبرې وکړي.

نوموړي وویل "موږ ریاست جمهوري ته هم یو مکتوب استولی چې د ولسمشر سره په سفر کې د کرېکټ بورډ یو غړی هم بوځي چې هلته د هند د کرېکټ له چارواکو سره خبرې وکړي، که داسې نه کوي نو بیا دې ولسمشر د خپل سفر په اجنډا کې کرېکټ هم شامل کړي او د هند له چارواکو سره پرې خبرې وکړي".

هند چې د کرېکټ له پلوه یو پیاوړی هېواد بلل کیږي چې درې وارې نړیواله اتلولي یې هم ګټلې ده او د کرېکټ یو شمېر پیاوړي او مشهور لوبغاړي هم د همدغه هېواد دي.

افغانستان دا مهال د متحدو عربو اماراتو په شارجه کې د کرېکټ خپل یو نړیوال لوبغالی لري، چې خپلې نړیوالې سیالۍ او تمرینونه په کې کوي، ډېر کله ګاونډ پاکستان ته د تمرین او لولو لپاره ورځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG