د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د افغانستان د اپینو بازار ته ځان رسولی


د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي د افغانستان له اپینو څخه هر کال ۶۹ ملیارد ډالره ترلاسه کیږي چې په دې هیواد کې د ناامنیو او د منظمو جرمونو د شبکې د پیاوړتیا لامل شوی دی.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي د افغانستان له اپینو څخه هر کال ۶۹ ملیارد ډالره ترلاسه کیږي چې په دې هیواد کې د ناامنیو او د منظمو جرمونو د شبکې د پیاوړتیا لامل شوی دی.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي د افغانستان په سویل لویدیځ، ختیځ او شمال ختیځو ولایتونو کې د اپینو مارکیټونه شته، چې د داعش په ګډون د افغان دولت نورې مخالفې وسله والې ډلې هم ورکې پراخ حضور لري.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال هارون رشید شیرزاد امریکا غږ ته وویل، د افغانستان په ختیځ کې د کنړ او ننګرهار ځینې سرحدي ولسوالۍ، د کندهار او هلمند ولایتونو یو شمیر سرحدي ولسوالۍ او د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت ځینې ولسوالۍ چې له مرکزي آسیا سره پر پوله پرتې دي ورکې د اپینو مارکیټونه او مرکزونه شته چې په دغو سیمو کې د افغان دولت وسله والې مخالفې ډلې پراخ فعالیت لري.

د افغانستان له اپینو څخه هر کال ۶۹ ملیارد ډالره ترلاسه کیږي چې د منظمو جرمونو شبکې پرې پیاوړې کیږي
د افغانستان له اپینو څخه هر کال ۶۹ ملیارد ډالره ترلاسه کیږي چې د منظمو جرمونو شبکې پرې پیاوړې کیږي

ښاغلي شیرزاد وویل "هغه کوم آخریني راپورونه چې تر ما رارسیدلي وو، د داعش او د حکومت ضد عناصرو فعالیتونه چې په کوم ځاینو کې، په کومو ولایتونو کې او په کومو ولسوالیانو کې تمرکز پیدا کړی دی په هغې کې د کوکنارو یا د تریاکو د مارکیټونو شتون هم هلته شته، چې یا خو د تریاکو اقتصاد ناامنیو ته زمینه مساعده کړې ده او یا ناامني د تریاکو اقتصاد ته زمینه مساعده کړې ده."

ښاغلي شیرزاد وویل، د افغانستان له اپینو څخه هر کال ۶۹ ملیارد ډالره ترلاسه کیږي چې په دې هیواد کې د ناامنیو او د منظمو جرمونو شبکې د پیاوړتیا لامل شوی دی.

د افغانستان د چارو یو شمیر څیړونکي وايي، لکه څنګه چې داعش د خپلې جګړې د لګښتونو لپاره په عراق او سوریه کې د تیلو زیرمې تر خپلې ولکې راوستي دغه راز، په افغانستان کې هم هڅه کوي هغه سیمې ونیسي چې مالي سرچینې ورکې موجودې وي.

د سیاسي چارو څیړونکي جاوید کوهستاني وایي "... په افغانستان کې هم د همدې تجربې له مخې، په هغو سیمو کې چې کانونه په خپل سر ایستل کیږي، د نشه‌يي توکو ترافیک ورکې موجود وي او نورې هغه ټولې سرچینې چې کولی شي داعش تمویل کړي، دوی ورته په جدي توګه لیوالتیا لري او غواړي له دغو مالي سرچینو لکه له نشه‌يي توکو، د افغانستان له کانونو او نورو ټولو امکاناتو ګټه پورته کړي او خپل شتون په افغانستان کې پیاوړی کړي."

خو بلخوا افغان امنیتي چارواکي وايي، په هغو سیمو کې چې داعش او نورې مخالفې وسله‌والې ډلې فعالیت کوي افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د هغوی د فعالیتونو مخه ډپ کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل "تیره شپه هم د افغانستان د ملي امنیت د کارمندانو لخوا ډیر یو لوی عملیات ترسره شوی په جلال آباد کې، چې په هغه کې جلریز مشهور په شینواری چې د طالبانو یو قوماندان وو ورسره شپږ کسه نور چې دوی غوښتل له داعش سره په ګډه کار وکړي دوی نیول شوي."

دغه راز، د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، هغوی د افغانستان په هره سیمه کې د داعش او نورو مخالفو وسله‌والو ډلو د ځپلو د عملیاتو وړتیا لري او نه پریږدي، چې هغوی خپلو اهدافو ته ورسیږي.

ښاغلي وزیزي وویل "هغوی خو ډیر لوی خوبونه ویني خو هغه څه چې د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو پورې اړه لري، هیچا ته به اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، افغان ځواکونه کور په کور، ولسوالۍ په ولسوالۍ او ولایت په ولایت دښمن پسې ګرځي یا یې له منځه وړي، یا یې ژوندي نیسي او یا یې د جګړې له لیکو اوباسي."

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې هر کال د څه کوم ۷۰ ملیارده ډالرو په ارزښت ۶۴۰۰ ټُنه اپین تولیدیږي، چې د دغو پیسو ډيره کمه برخه افغان بزګران ترلاسه کوي او زیاته برخه یې د افغان دولت مخالفو وسله‌‌والو، مافیايي کړیو او د نشه‌يي توکو لویو قاچاقوړونکو جیبونو ته ځي.

XS
SM
MD
LG