د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ وايي د کندز د هوايي برید پلټنه روانه ده


سپینه ماڼۍ وایي ولسمشر اوباما د روغتون د پیښې په اړه بشپړ حساب کتاب غواړي
سپینه ماڼۍ وایي ولسمشر اوباما د روغتون د پیښې په اړه بشپړ حساب کتاب غواړي

د حکومت د ادعاو سره سره چې ځواکونه یې د کندز ښار له طالبانو بیرته نیولی، د سې شنبې په ورځ د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

ځایي رسنۍ د اوسیدونکي له قوله وایي چې جگړه د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ښار په عمده څلور لاري کې شوې ده.

په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ قوماندان جنرال جان کمبل د دوشنبې په ورځ تایده کړه چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د طالبانو د شړلو لپاره په جگړه بوخت دي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ د سې شنبې په ورځ په بروکسیل کې وویل چې افغان ځواکونه د طالبانو سره مخامخ دي چې په هغوی بریدونه کوي، خو افغان ځواکونه د دې توان لري چې له لاسه وتلې سیمې بیرته ونیسي.

ښاغلي ستولنبرگ زیاته کړه "زه فکر کوم چې افغان امنیتي ځواکونه غښتلي دي، خو له ډیرې لویې ستونزې سره مخامخ دي او مونږ به هغوی سره خپل ملاتړ جاري وساتو. هیڅچا فکر نه کاوو چې دا به یو اسانه کار وي خو افغان امنیتي ځواکونه ښه روزل شوی ځواک دی چې ملاتړ یې کیږي."

د ناتو عمومي منشي د بې پولې ډاکترانو کار وستایه او ویې ویل چې په کندز کې ددغې خیریه موسسې په روغتون د امریکا هوایي برید باید په بشپړه توگه وپلټل شي.

د ناتو عمومي منشي وویل"په روغتون باندې برید او پکې تلفات یوه ویرجنه پیښه ده او ډیره جدي مسله ده. له همدې کبله مهمه ده چې په دې هکله حقایق پیدا کړو."

جنرال کمبل په دې هکله د تحیقاتو امر ورکړی دی او ویلي چې ابتدایي نتایج به په دوو ورځو کې ترلاسه شي.

جنرال کمبل وویل چې افغان ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې و ځکه چې تر مستقیم برید لاندې راغلي و.

جنرال کمبل زیاته کړه چې امریکایي ځواکونه په کندز کې د افغان ځواکونو د سلامشورې لپاره تللي دي خو مخکني راپورونه چې امریکايي ځواکونه د طالبانو تر برید لاندي راغلي دي بې اساسه دي.

خو د بې پولې ډاکترانو اعلامیه وايي "حقیقت دا دی چې امریکا بمونه وغورځول. امریکایي پوځ د دې هدف د ویشتلو لپاره مسول دی. دا وحشتناکه برید په هیځ ډول نشي توجیه کیدی."

ولسمشر اوباما د دغې پېښې د بشپړې پلټنې امر کړی دی.

د کندز جگړې وروستی حال
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

XS
SM
MD
LG