د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیځ زون کې سل بستریز نظامي روغتون جوړ شو


دافغانستان په ختیځ کې دغه نوی جوړ شوی نظامي روغتون به د ننګرهار،کونړ،لغمان او نورستان په ولایتونو کې ټپي شویو سرتېرو ته دښې درملنې لاره برابره کړي.

دغه سل بستریز روغتون دملي اردود ۲۰۱ سېلاب قول اردو په لوی انګړ کې جوړ شوی چې دتېرو دوه کلونو راهیسې پرې کار روان و.

دملي دفاع وزارت دروغتیايي چارو قوماندان تورن جنرال عبد الرزاق سیاوش چې ددغې روغتون پرانیستې ته راغلی و، خبریالانو ته وویلچې دغه لوی روغتیايي مرکز دتجهیزاتو له پلوه په سیمه کې بې ساری دی .

" دغه روغتون د۲۵ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت په دوو کلونو کې اباد شوی دی . ددغه روغتون تجهیزات ددنیا دنامتو کمپنیو څخه رانیول شوي او له مبالغې پرته وایم،چې دسیمې په کچه دغه روغتون په طبي وسایلو او کمپیوټري سیستم سمبال دی "

د دغه لوی روغتون لګښت د امریکا متحده ایالاتوورکړی.

د دفاع وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي دا هم وویل،چې په تازه جوړ شوي نظامي روغتون کې ګډ امنیتي ځواکونه او د لویو پېښو پر وخت ملکي خلک هم تداوي کېږي.

"ملي پولیس او امنیت به دغلته خپل ټپیان تداوي کوي او همدا رنګه خطرناک ناروغان او یا هم دلویو پېښو پر وخت ټپي شوي کسان به تداوي کېږي،مثلاً دځانمرګي برید پر وخت یا هم کومه لویه طبعي پېښه رامنځته کېږي، په دغه وخت کې دزون په کچه دغه روغتون یې په خدمت کې دی "

که څه هم له دې وړاندې دافغانستان په څلورو نورو زونونو کې هم ورته روغتونونه جوړ شوي،خو دختیځ په کچه دنظامیانو لپاره دغه لوی روغتون به دډېرو په باور ګڼې ستونزې راکمې کړي.

په ختیځ زون کې د۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزیري وايي پخوا به یې ګڼو سرتیرو دجګړې په لیکو کې ځکه خپل ژوند بایله،چې پر وخت به یې درملنه نه کېدله،خو اوس به دا ستونزه راکمه شي.

نوموړی وايي: " پخوا به چې مونږ زخمي د نورستان نه را روان کړ، کونړ ته به مو راوړ بیا به مو ننګرهار ته او وروسته به مو کابل ته،نو ددغه روغتون په جوړېدو سره اوس دغه ستونزه اوارېدلی شي. "

په ختیځو ولایتونو کې ځايي خلک او روغتیايي مسولین وايي له دې وروسته به دملکي روغتونونو چارې هم یو څه راسمې شي او ددوی په درملنه به ښه اغېزه وکړي.

که څه هم په افغانستان کې دنظامي تلفاتو شمېره لاهم په لوړه کچه کې ده،خو په دغه برخه کې د مجهزو روغتونونو جوړېدل به دډېرو په باور ستونزې راکمې کړي.

XS
SM
MD
LG