د لاس رسي وړ اتصالات

په سرحدي ستونزو د افغان او پاکستاني پوځي چارواکو خبرې


یو افغان سرتیری د پکتیکا ایالت په سرحدي سیمه کې د گزمی پر حال.
یو افغان سرتیری د پکتیکا ایالت په سرحدي سیمه کې د گزمی پر حال.

په اسلام اباد کې د شنبې په ورځ د دریمې څلوراړخیزې غونډې د جوړیدلو وړاندې تیره ورځ د افغانستان، پاکستان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت چارواکو په دغه ښار کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي مسلو خبرې کړي دي.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د تیرې ورځې په خبرو کې د افغانستان د پلاوي مشري د دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس جنرال حبیب حصاري کوله.

جنرال وزیري وویل " جنرال حبیب حصاري رئیس د اوپراسیون په راس کې وو، رئیس د کشف ورسره وو، نور د سرحدي قواو استازي او د ملي امنیت استازی او د ملي امنیت د شورا استازي هم ورسره وو".

د دفاع د وزارت ویاند دا ډول لیده کاته د دواړو هیوادونو ترمنځ د عادې کتنو لړۍ وبلله وې ویل چې په دغسې غوڼدو کې معمولآ د دواړو هیوادونو د سرحدونو په اوږدو کې په پرتو ستونزو خبرې کیږي.

جنرال وزیري وویل " ... ځینو وختونو کې ځني سوتفاهمات رامنځ ته کیږي چې باید د خبرو له لارې حل شي، ځکه که چیرې دغسې غونډې نه وي، بیا ډیرې خبرې همداسې پاتې کیږي او بیا ورڅخه مشکلات را پیدا کیږي".

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې دا ډول غونډې کله په افغانستان، کله په پاکستان او کله هم د دواړو هیوادونو د سرحدونو په اوږدو کې ترسره کیږي.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې ويلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د افغانستان د اوپراسیون د رئیس په مشرۍ یو افغان امنیتي پلاوي سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د چارو د ښه تنظیم لپاره په اسلام اباد کې خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ په یو بل بیان کې ویل شوي چې یو افغان پوځي پلاوي د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د پبو په یو پوځي مرکز کې د پاکستان د پوځ د تمریناتو څخه هم لیدنه کړې ده.

دا بیان وایي چې دغو تمریناتو د کتلو لپاره د سریلانکا، مالدیو او جنوبي افریقا پوځي پلاوي هم دغه مرکز ته بلل شوي وو.

د افغانستان، پاکستان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت استازو په داسې حال کې سره کتلي چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ د افغانستان ، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ دریمه څلوراړخیزه غونډه په اسلام باد کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په غونډه کې به د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په غاړه ولري.

د بهرچارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا اشنا راډیو ته وویل چې د افغان حکومت تمه دا ده چې دا غونډه به د خبرو لپاره د لارې نفشې ته د وروستۍ بڼې په ورکولو بریالئ شي.

د اسلام اباد د شنبې د ورځې د دغې غونډې وړاندې د څلورو هیوادونو استازو دوه غونډې په اسلام اباد او کابل کې جوړې کړي دي.

دوهمه څلوراړخیزه غونډه د جدي په ۲۸ په کابل کې جوړه شوې وه او د هغې غونډې وړاندې ددغه بهیر لومړۍ غونډه د جدي په میاشت کې په پاکستان کې جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG