د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی خلیلزاد: افغانستان باید د سولې او جنګ لپاره چمتو وي


زلمي خلیلزاد د کابل په اړه د اسلام اباد پر تګلارې شک وښود او ویې ویل چې افغانستان باید د جنګ او سولې لپاره چمتو وي.
زلمي خلیلزاد د کابل په اړه د اسلام اباد پر تګلارې شک وښود او ویې ویل چې افغانستان باید د جنګ او سولې لپاره چمتو وي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي پاکستان تراوسه په ښکاره ډول د افغانستان په تړاوو په خپلې سیاسي تګلارې کې کوم بدلون نه دی راوستی او نه یې هم کوم عملي کام اخیستی دی.

په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني سفیر ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د ممکنه خبرو د پېلېدو په تړاوو، له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وکړي.

په کابل کې د نوي حکومت په راتګ سره، د کابل اسلام اباد ترمنځ راشه درشه تر بل هر وخت زیاته شوې ده ان تر دې دمه چې په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو مشر یې درې واري کابل ته ولاړل،له ولسمشر غني او نورو لوړو پوړیو چارواکو خبرې وکړي.

ښاغلی خلیلزاد وايي افغان حکومت په افغانستان کې د سولې د راوستلو او له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره، په کم وخت کې ډېر عملي ګامونه واخیستل خو، برعکس، پاکستان هېڅ هم نه دي کړي.

نوموړي وویل " افغانستان له هند څخه د وسلو اخیستل ودرول، یو شمېر پوځي محصلین یې د زده کړو لپاره پاکستان ته واستول، یو شمېر هغه کسان یې ونیول او ان پاکستان ته یې وسپارل چې د پاکستان لپاره یې مشکلات جوړول، خو پاکستان تراوسه هېڅ هم نه دي کړي، عملي ګام یې نه دی اخیستی. "

ښاغلي خلیلزاد د کابل په اړه د اسلام اباد پر سیاسي تګلارې شک وښود او خبرداری یې ورکړ چې فغانستان باید په داسې یو حالت کې د جنګ او سولې لپاره چمتو واوسي " د جنګ فصل هم شروع کیږي، شاید په پاکستان کې ځیني داسې عناصر وي چې د افغان پوځ د امتحانولو لپاره ځينې کارونه وکړي، ځکه چې اوس بهرني ځواکونه نشته او یوازې افغان پوځ دی او باید افغان حکومت ورته اماده واوسي، باید ډېره خوشباوري ونلري او نظامي ستراتیژي هم بدله کړی."

ښاغلي خلیلزاد وویل که رښتیا هم طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي او نتیجې ته ورسیږي نو دا به د پاکستان په سیاسي تګلاري کې یو ښکاره بدلون وي.

ده وویل " دا به د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې یو لوی تغیر وي، پاکستان خپلې ستونزې لري. د چین فشار به هم وي، افغان حکومت ښه کار وکړ چې له چین سره یې په دې اړه بحثونه شروع کړي دي."

زلمی خلیلزاد وايي که طالبان د پاکستان په فشار له افغان حکومت سره خبرو ته کیني، نو په دې مانا چې اسلام اباد اوس هم او پخوا هم د طالبانو ملاتړ او مرسته کاوه او کوي.

د ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې د افغانستان د ملي یوالي د حکومت اجرايي ریس عبدالله عبدالله وویل چې له طالبانو سره به د سولې خبرې په راتلوونکو څو ورځو کې پیل شي.

د زلمي خلیلزاد سره د آشنا تلویزیون ځانگړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:50 0:00

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG