د لاس رسي وړ اتصالات

شریف: د افغانستان د سولې مذاکرې به ژر نتیجه ورکړي


د پاکستان صدراعظم هیله څرگنده کړې چې د افغانستان دننه د سولې د خبرو پروسه گړندۍ شوې ده او ژر به ښه نتیجه ورکړي.
د پاکستان صدراعظم هیله څرگنده کړې چې د افغانستان دننه د سولې د خبرو پروسه گړندۍ شوې ده او ژر به ښه نتیجه ورکړي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف ویلي دي چې په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت له رامنځ ته کیدو راپدیخوا د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې کیفی بدلون رامنځ ته شوی دی.

ښاغلي شریف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو له زیاتیدو څخه رضایت څرگند کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د هغه هیواد د لوی درستیز سفرونه په دې اړه گټور ثابت شوي دي.

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ښاغلي شریف د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر سره په کتنه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د رامنځ ته کیدو وروسته د اسلام آباد او کابل اړیکې له کیفی بدلون څخه برخمنې شوې دي.

د پاکستان صدراعظم همداشان هیله څرگنده کړې چې د افغانستان دننه د سولې د خبرو پروسه گړندۍ شوې ده او ژر به ښه نتیجه ورکړي.

ښاغلي شریف همداشان د خوښۍ په څرگندولو سره ویلي دي چې د افغاسنتان او پاکستان ترمنځ د گډې سوداگریزې شورا لومړنۍ غونډه په څو راتلوونکو اونیو کې جوړیږي چې د بهرنیو پانگه والو پاملرنه دواړو هیوادونو ته را جلب شي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي هم په خپل توتیر پاڼه کې لیکلي دي چې د دوشنبې په سهار یې د پاکستان له صدراعظم سره فوق العاده ښه لیدنه کتنه درلوده.

د افغانستان سفیر هم د گاونډیانو سره د سوله ییز ژوند په اړه د پاکستان د حکومت د نظر ستاینې په ترڅ کې وویل چې په هیواد کې د سولې په هکله د افغانستان د عامه نظر په اړه یې د پاکستان صدراعظم ته معلومات ورکړي دي.

ښاغلي شریف همداشان د هغو تصیمونو د ارونې لپاره چې د دواړو هیوادونو د وزیرانو په غونډو کې نیول کیږي د یو مسؤل مقام ټاکل منظور کړل. همدا ډول یو مقام به د افغانستان د حکومت له لورې هم وټاکل شي.

د افغانستان سفیر او د پاکستان صدراعظم په دې کتنه کې د کاسا ١٠٠٠ بریښنا د پروژې د لیږدولو په هکله هم خبرې کړې دي. د دې پروژې له لارې بریښنا له قرغیزستان څخه د تاجکستان او افغانستان څخه په تیریدو پاکستان ته لیږدول کیږي.

په څو تیرو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې گرمې شوي دي. افغان او پاکستاني مقاماتو چې څو ځلې یې په کابل او اسلام آباد کې لیدنې کتنې کړې دي، د اړیکو د ښه والي او د واړو هیوادونو ترمنځ د باور د فضا په رامنځ ته کیدو یي څرگنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG