د لاس رسي وړ اتصالات

له حزب اسلامي سره د سولې خبرې چېرته رسېدلې؟


د حزب اسلامي د سولې مرکچیان په کابل کې دي.
د حزب اسلامي د سولې مرکچیان په کابل کې دي.

د افغانستان د جمهور ريس د وياند مرستيال، دواخان مينه پال وايي د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې په ډ ېرو برخو کې موافقه شوې ده.

ښاغلي مینه پال هيله څرګنده کړه، چې ژر به د دغې ډلې له ورغلي پلاوي سره په هغو پاتې مسایلو هم موافقې ته ورسيږې چې اوس پرې خبرې روانې دي.

دوا خان مينه پال د امریکا غږ اشنا ته وویل"د بنديانو پرېښودل، مهاجرينو ته د بېرته ستنېدلو د شرايطو برابرول او د تور لست څخه د ګلبدين حکمتيار د نوم ايستل د اختلاف هغه ټکي دي چې خبرې پرې روانې دي."

مينه پال زياته کړه ، هره سياسي او جنګي ډله چې سوله یيز ژوند ته مخه کوي او د افغان وژنې څخه لاس اخلي حکومت ورسره روغې جوړې ته تيار دی.

اوس پوښتنه داده که د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله او حکومت د يو بل ټولې غوښتنې ومني او سولې موافقه وکړه، دا کار به د افغانستان روان تاوتریخوالي په ختمېدو او امنیت په ټېنګېدو کې څومره اغیزناک او ګټور وي؟

د حزب اسلامي اوسني اجرايي غړي او پخواني وياند قريب الرحمن سعيد امریکاغږ اشنا ته وويل " ګلبدين حکمتيار په ولس کې محبوبیت او ډېر پلويان لري؛ هېواد ته د هغه راستنېدل او حکومت سره يې روغه جوړه او موافقه پر نورو جنګي ډلو ښه اثر لرلی شي، چې کېدی شي اغیز يې پر امنيت او روان جنګ مثبت وي."

د ولسی جرګې غړی ګل پاچا مجيدي هم ورته نظر لري او هیله لري چې، د هغه په راتګ سره به یوازې دا نه چې، د جنګ د ختمېدو هیلې زیاتې شي، بلکې د موجوده نظام د تقویي لامل به هم شي.

اخوا، په امریکا کې د افغان مطالعاتي مرکز مشر شير جان احمدزی د افغانستان د روانې جګړې په ختمېدو کې د افغان حکومت سره د حزب اسلامي د روغې جوړې مثبتو پايلو ته چندان خوشبين ندی.

هغه وويل" په سياسي او تنظيمي برخو کې به بدلون راشي، خو د جګړې په ختمېدو کې به يې اثر مثبت نه وي. د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند اوس مهال په هغه جګړه کې عملا د خيل نه دی، چې حقاني، طالبان او نورې مسلحې ډلې دخیلي دي، په همدې خاطر د امنيتي ثبات په برخه کې ترې ډېره تمه نشي کېدی."

حزب اسلامي شاوخوا يوه مياشت مخکې يو دوه کسيز پلاوی کابل ته ولیږه، چې د سولې په اړه له حکومتي چار واکو سره خبرې وکړې. ځو ورځې مخکې د قاضي حکيم په مشرۍ د حزب اسلامي دوهم پلاوی هم کابل ته ورسېد، چې اوس یې له چارواکو سره خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG