د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس کسر له ۸ ملیاردو ډالرو اوړي


افغانستان له پاکستان وروسته له ترکمنستان څخه زیات واردات لري
افغانستان له پاکستان وروسته له ترکمنستان څخه زیات واردات لري

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر محمد همایون رسا وایي چې په اوس وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ بیلانس کسر ۸.۲ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسیږي خو افغان سوداګر دا اندازه تر دې هم لوړه ښيي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر محمد همایون رسا د یکشنبې په ورځ د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې ایسا د نوي رئیس د پیژندګلوۍ غونډې ته په وینا کې وویل چې دا ستونزه یوازې په پانګې اچونې هواریدلی شي.

ښاغلي رسا وویل "د ۸.۲ میلیاردو امریکایي ډالرو په شاوخوا کې مونږد سوداګرۍ د بیلانس کسر لرو چې دا په رښتیا د منلو نه دی، مونږ ته په کار دي چې ورته د حل لارې ولټوو، یوه د حل لاره پانګه اچونه ده."

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې ایسا د نوي رئیس د پیژندګلوۍ غونډې ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله افغان پانګوالو او سوداګرو ته په ورپیښو امنیتي ستونزو هم خبرې وکړې او د ملي یووالي د حکومت له اړخه یې پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ څرګند کړ.

ښاغلي عبدالله وویل " یو شمیر پانګوال چې یا پخپله او یا یې خپلوان تښتول شوي او ویلي دي چې د هغوې د پوښتنې لپاره کومه مرجع وجود نه لري زما وعده به دا وي یو ځل دا مسله د امنیت شورا غونډې ته وړاندې شوې خو بیا یې د ملي امنیت د شورا په کچه دا مسله وړاندې کوم او په دې برخه کې چې دولت او حکومت څه په وس کې لري د هیوادوالو د اندیښنو د لرې کولو او د دغو پیښو د مخنیوي لپاره او په هغه ځای کې چې پیښه رامنځ ته شوې د ستونزې د هوارولو په برخه کې به په خدمت کې یم."

افغان پانګوال او سوداګر وایي چې په افغانستان کې د امنیت خرابیدل نه یوازې د دوی کاروبار خراب کړی بلکه د پانګوالو او سوداګرو ژوند یې هم په خطر کې اچولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي امریکا غږ ته وویل چې په تیرو دوه دریو میاشتو کې په ټولو ولایتونو کې د سوداګرو او پانګوالو په وړاندې ګواښونه زیات شوي دي.

ښاغلي حافظي وویل " په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې شل پانګوال اوسوداګر د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوي دي."

ښاغلي حافظي وویل چې د دغو شلو تنو له ډلې یو یې راخوشې شوی اوبل یې د سړي تښتونکو په لاسو وژل شوی او اتلس لا هم د سړي تښتونکو په منګلو کې دي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس وویل، د افغان پانګوالو او سوداګرو د ستونزو د هوارلو لپاره به له دې وروسته د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې رئیس د ده په مشرۍ د وزیرانو د شورا په اونیزو غونډو کې هم برخه واخلي .

افغان سوداګر د افغانستان د سوداګرۍ په بیلانس کې کسر د هغې اندازې څخه زیات ښيي چې د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر له‌خوا ښودل شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي وایي چې د پیسو په دغه اندازه کې هغه پیسې چې د ګنډو په نوم افغانستان، پاکستان او ایران د سرحدونو په اوږدو کې په غیرقانوني توګه د اوږدو کلونو را په دیخوا د مالونو د واردولو له درکه ترلاسه کیږي شاملي نه دي.

د ښاغلي حافظي د اټکل له مخې د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس کسر لس نیم میلیاردو ډالرو ته رسیږي، په داسې حال کې چې افغانستان یوازې پنځه سوه میلونو ډالرو پورې ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته صادرات لري.

د افغانستان د پانګونې اچونې د ملاتړ د ادارې ایسا نوي رئیس محمد قُربان حقجو هم د افغانستان د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه او و یې ویل چې خپلې ادارې لپاره یې یوه نوې پالیسي ترتیب کړې چې ژر به یې جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ته وړاندې کړي.

ښاغلي حقجو وویل، دی به په شفافه توګه خپلې چارې پر مخ بوزي.

هغه د افغان سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

نږدې څلور میاشتې وړاندې د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې پخواني رئیس وفي‌الله افتخار د یو لړ ستونزو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه، چې ورسره د دغې ادارې څوکۍ تر اوسه تشه پاتې شوې وه.

نږدې دوه میاشتې وړاندې د سوداګرۍ او صناعیو وزیر دغې ادارې ته یو شمیر چارواکي وګمارل، چې د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې د مخالفت له امله پر خپلو دندو کار پیل نکړای شو.

د آیسا د ادارې چارواکو دا ګڼله چې د سوداګرۍ او صناعیو وزیر په غیر قانوني توګه د دغې خپلواکې ادارې په چارو کې په لوی لاس لاسوهنه کړې ده.

د سوداګریو او د صناعیو وزیر او د آیسا د ادارې د چارواکو تر منځ دا ستونزه چې نږدې اخ و ډب ته واوړي د جمهور رئیس په منځګړیتوب حل شوه، چې په ترڅ کې یې د آیسا د ادارې د یو شمیر چارواکو دندې د سرپرستو چارواکو دندو ته بدلې شوې.

XS
SM
MD
LG