د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د القاعده په ټراو پاکستانيان او افغانان نیولي


د پاکستان سفيره وایي په ایټالیا کې ٩٠٠٠٠ زره پاکستانیان میشت دي.
د پاکستان سفيره وایي په ایټالیا کې ٩٠٠٠٠ زره پاکستانیان میشت دي.

په داسې حال کې د ایټالیا پولیس د پاکستانيانو او افغانانو د نیولو خبره کوي، په ایټالیا کې د پاکستان سفیرې د امریکا غږ ډیوې رادیو ته ویلي چې د ایټالیا د کورنیو چارو له وزارت سره یې اړيکې نیولي دي.

میرمن تهمينه جنجوعه وایي "مونږ دلته د اټلي د کورنو چارو د وزارت سره اړيکې نېولي دي او د هغوېي نه دغه تپوس کوو چې د دغه نیول شوو کسانو پیژنگلو کره کړو".

د رویټرز خبري اژانس وایي په نیول شویو کې داسې کسان هم شامل دي چې د پاکستان په پیښور مينا بازار په برید کې د لاس لرلو شک پرې کیږي.

د پیښور په مینا بازار کې په ٢٠٠٩ کال کې یو ترهگریز برید شوی و چې شاو خوا سل کسان کې وژل شوي وو او له دوه سوو نه زیات ژوبل شوي وو.

له بلې خوا د والستریت ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې په ایټالیا کې نیول شوي کسان د القاعده شبکې او طالبانو سره اړیکې لري چې په لویدیځ کې یې د بریدونو پلانونه درلودل.

د ایټالیا پولیسو ویلي چې په پلټنو کې څرگنده شوی چې دغې ډلې د ایټالیا د پایتخت روم نه اسلام آباد ته څه دپاسه ٦٠ زره ډالر د حوالې له لارې لیږلي دي.

یوې ایټالوۍ ورځپانی "له یونین" ليکلي چې پولیسو د هیواد په اوه ولایتونو کې پلټنې کړي خو زیات شمیر نیول شوي کسان د ساردینیا په جزیره کې د یو پاکستاني سوداگر سره همکار وو.

د پاکستان سفيره میرمن جنجوعه وایي په ایټالیا کې ٩٠٠٠٠ زره پاکستانیان میشت دي چې په کوچنیو سوداگریو او نوکریو بوخت دي.

میرمن جنجوعه د ډیوه رادیو ته ویلي چې په پاکستانیانو باندې تور یواځې په اخبارونو کې لگول شوی دی او د وخت نه وړاندې شک کول پکار نه دي.

د رویټرز اژانس وایي د ایټالیا په بیرگیمو ښار کې نیول شوی امام د یوې ډلې روحاني مشر دی او په ایټالیا، افغانستان او پاکستان کې د خپلې ډلې لپاره پیسې ټولوي.

د امریکا غږ د ډیوه رادیو خبریال رحمان بونیري

XS
SM
MD
LG