د لاس رسي وړ اتصالات

احمد ضیا مسعود د وفادارۍ لوړه وکړه


احمد ضیا مسعود د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغانستان د ولسمشر احمدزي د ځانګړي استازي په توګه لوړه وکړه.
احمد ضیا مسعود د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغانستان د ولسمشر احمدزي د ځانګړي استازي په توګه لوړه وکړه.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود نن د جمهوري ریاست د ارگ د سلام خانې په ماڼۍ کې په داسې حال کې لوړه وکړه چې ولسمشر او د هغه د ټاکنیزو سیالیو په سلګونو لوړ پورو چارواکو، د حکومت یو شمیر وزیرانو او د پارلمان د دواړو مجلسونو یو شمیر استازو په دې غونډه کې برخه اخیستی وه.

د لوړې دمخه د افغانستان د ادارې چارو مرستیال محمد نجیب امین د احممد ضیا مسعود د ټاکنې په هکله د ولسمشر فرمان ولوسته.

په دغه فرمان کې راغلي چې دغه څوکۍ د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو په موخه جوړ شوی دی.

ښاغلي احمدزي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې ښاغلی مسعود به په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت او د افغانانو په هوساینه کې مرکزي رول ولوبوي.

د ښاغلي احمدزي پر وینا احمد ضیاء مسعود به د دولت په کچه په تصمیم نیولو کې فعاله ونډه ولري او د ښې حکومتوالۍ په رامنځ ته کولو کې چې د خلکو آرمان دی د یو مشر په صفت کار وکړي.

ولسمشر احمدزي وویل چې افغان ولس له وینې تویونې، جګړې، ظلم او قانون ماتونې ستړی شوی دی.

ښاغلي احمدزي وویل " ښه حکومتوالۍ کومه پروژه نه ده بلکې د خلکو ثُقه حق دی او د ښې حکومتوالۍ پرته زمونږ شرعي او قانوني حقونه تامینیدلای نه شي."

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د کلي، ولسوالۍ، ښاروالۍ، ولایتونو او جمهوري ریاست په کچه اصلاحاتو ته اړتیا ده.

ولسمشر احمدزي وویل " د ولسمشر په صفت زه غواړم چې زما صلاحیتونه محدود شي، محدود په دې معنی نه ده چې په قانون کې بدلون راوړل شي بلکې په دې معنی چې قانون زما صلاحیتونه وټاکي او زموږ د دولتدارې مشخص معیارونه له دې جنجالونو خلاص کړي چې څوک چیرته او د کومې واسطې پر بنسټ مقرر شي."

ښاغلي احمدزي ټینګار وکړ چې کار باید اهل د کار ته وسپارل شي او د اړیکو پر ځای ضوابط حاکم شي.

ولسمشر وویل" ولس زمونږ نه سیاسي اراده غواړي او هیله مند یم چې زموږ د تیرو دوو ورځو اقداماتو دا ثابته کړي وي چې موږ پر خپل قول ولاړ یو."

غونډې ته، د ښې حکومتوالۍ او اداري اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازي احمد ضیاء مسعود وویل د ملي یووالي حکومت مکلف دی چې د ښې حکومتوالې په رامنځ ته کولو، د خلکو اړتیاوې او هیلې پوره کړي.

د هغه پر وینا له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یواځینې لار داده چې حکومت دې د خلکو د ژوند په ټولو برخو کې ژور اصلاحات راولي.

ښاغلي مسعود وویل " مونږ اړ یو چې د ټولنیز عدالت د پلي کولو لپاره په ټولو عدلي او قضايي جوړښتونو کې اساسې اصلاحات راولو، کله چې وایو قانون نه تطبیقیږي نو په کار ده چې د قانون په ټولو تطبیقوونکو ادارو کې ریفورم او اصلاحات رامنځ ته کړو او هغه عوامل پیدا کړو چې ولې قانون نه تطبیقیږي."

دغه راز ښاغلي مسعود ټینګار وکړچې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو لپاره په کار ده چې د افغانستان قومي جوړښتونه، ملي جوړښتونو ته بدل کړو.

ښاغلي مسعود وویل " دا چې موږ څه ډول کولی شو قومي وفاداری او قومي جوړښتونه څه ډول پر ملي جوړښتونو او ملي وفاداریو بدل کړو یواځینۍ لاره یې داده چې پر عصري سیاسي پدیدو باور پيدا کړو چې له مخې یې ټول قومي جوړښتونه په یو سیاسي بستر کې سره یو ځای کړو او ټول قومي جوړښتونه ملي هدفونو ته معتقد کړو نه قومي هدفونو ته."

احمد ضیاء مسعود له دې مخکې هم په یو شمیر مهمو پوستونو کې کار کړی چې له هغې شمیرې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په لومړی دوره کې یې د هغه د لومړي مرستیال په صفت دنده ترسره کړی وه.

XS
SM
MD
LG