د لاس رسي وړ اتصالات

د الشباب جګړه مارانو په کینیا کې ۲۸ مسافر وژلي دي


د کینیا امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې ده .
د کینیا امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې ده .

د کینیا په شمال ختیځ کې پولیس وايي د الشباب جګړه مارانو د سپرلیو پر یو ګاډي برید کړی او ۲۸ نا مسلمانان یې وژلي دي. جګړه مارانو د ۶۰ سپرلیو یو ګاډی درولی او له دغې ډلې نه یې یاد شوي کسان راجلا او بیا یې وژلي دي.

د الشباب ډلې ویلي دغه برید یې، په مومباسا کې پر یوه جومات د کینیا د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر ضد کړی دی.

چارواکي وايي د الشباب جنګیالیو د سپرلیو دغه ګاډی د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۲ نېټې، له سومالیا سره پر ګډې پولې د ماندیرا له ښار نه ۵۰ کیلو مېتره لېرې ودروه.

سپینې ماڼۍ دا برید هېښوونکی بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی . امریکا ویلي چې له کینیا سره اوږه په اوږه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي. سپېنې ماڼۍ له کینیا سره په ګډه د دا ډول بریدونو او وژنو د بندولو په اړه، خپله ژمنه بیا تازه کړې ده.

کینیا د افریقا د سوله ساتو ځواکونو د یوې برخې په توګه، ګاونډ سومالیا ته خپل ځواکونه استولي و چې د الشباب جنګیالي وځپي.

الشباب ډلې چې په دې وروستیو کې حکومتي ځواکونو ترې ځینې سیمې بېرته ونیولې، غواړي په سومالیا کې د خپل تعبیر سره سم اسلامي قانون پلی کړي.

دغې ډلې په روان کال کې په موګادیشو کې د سومالیا د جمهوري ریاست پر ودانۍ دوه لوی بریدونه وکړل.

XS
SM
MD
LG