د لاس رسي وړ اتصالات

په اچین کې د داعش پر ضد عملیات پیل شول


د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې یوه پرته غرنۍ ولسوالۍ ده
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې یوه پرته غرنۍ ولسوالۍ ده

د ملي اردو دڅلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین امریکا غږ ته وویل،چې د دا ځل عملیاتو په ترڅ کې به په سیمه کې مېشتو ولسي پاڅون کونکو ته امنیتي مرکزونه او پوستې هم جوړې کړي.

جنرال سنګین وايي دا ځل به اچین له داعش وسله والو څخه پاک کړي او هغه کورنۍ چې د دغې ډلې د وسله والو له وېرې یې نورو سیمو ته کډه کړې، ورته خپلو کورنو ته بیرته ستنیدلو امکانات برابر کړي.

د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان وایي، چې په دې عملیاتو کې د نورو امنیتي ځواکونو سره سره د افغان هوايي ځواکونو ملتیا هم لري.

په اچین ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر تر شپږ سوو پورې وسله وال سړي چې هغه یې ولسي پاڅون کونکي ګڼي دا وخت له حکومتي قوماندې لاندې ځای پر ځای شوي دي.

دا پاڅون کوونکي وايي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې ورسره د تجهیز کولو په برخه کې کلکه ژمنه کړې ده.

د اچین د ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له افغان امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو غوښتنه کوي چې ورسره ټوله سیمه د وسله والو له شتون پاکه شي.

د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکي عبد القیوم امریکا غږ ته وویل"په تېر ځل عملیاتو کې یو کیلومتر پرمختګ هم نه و شوی او که دا ځل هم همغه شان عملیات کوي نو زمونږ نه دي پکار".

دوی وايي دا ځل دې په ټولو سیمو هم مهال عمیات تر سره شي.

دننګرهار سیمه ییزو چارواکو هم له دې وړاندې ویلي و،چې په اچین کې د ګډو حکومتي ځواکونو د تېر ځلې عملیات ناکام او ډېره ګټه یې نه وه کړې،خو دا ځلې چارواکي وايي په اچین او ورسره ګاونډیو ولسوالیو کې یې د داعش وسله والو له منځه وړلو پوره تبیاه نیولې ده.

د اچین ولسوال ټپي شوی

د اچین ولسوال حاجي غالب نن سهار د کابل - جلال اباد په لویه لاره د سروبي ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکې پیښه کې ټپي شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ښاغلي غالب روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

هغه وویل چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوال نن سهار له کابل څخه د جلال اباد په لور روان وو، چې موټر یې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ سره په لاره یو بل موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې ولسوال او د هغه یو ساتونکی او ډرایور ټپیان شول.

عطاالله خوګیاڼي وایي چې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

XS
SM
MD
LG