خبرونه / افغانستان

او د لوګر په ولایت کې هم د طالبانو پرضد عام ولس راپورته شو

x
د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایي چې پدغه ولایت کې هم د طالبانو په خلاف خلک راپورته شوي دي . د لوګر ولایت امنیه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لیونی وایې چې د چهارشنبی په ورځ د لوګر ولایت د کلنګار د ولسوالۍ په سلکونو تنه خلکو د طالبانو په خلاف مظاهرې وکړې او د دغو مظاهرو په ترڅ کې یې پریکړه وکړه چې په خپله سیمه کې به طالبانو ته د هیڅ ډول فعالیت اجازه ورنکړي
روغ لیونی وایی چې د لوګر ولایت د کلنګار ولسوالۍ اوسیدونکو د دغې ولسوالۍ په اوږدو کې د غزیدلی لویې لارې د امنیت د ساتلو پریکړه هم کړې ده. نوموړی زیاتوي چی ژر به د لوګر ولایت په نورو سیمو کې هم خلک د طالبانو په خلاف را پورته شی .

د طالبانو په خلاف د خلکو لمړی پاڅون د غزني ولایت  د اندړو په ولسوالۍ کې نږدی دری میاشتې وړاندې  پیل شو چې ډیر ژر نورو ولایتونو ته هم وغزیدی .

طالبان د هغوی په خلاف پاڅونونه د امریکا او افغان حکومتونو کار ګڼي او هغوی چی د طالبانو په خلاف یی ټوپک ته لاس کړی هغوی د سمیزو ملیشو په نامه یادوي خو افغان حکومت د دغو پاڅونونو نه خپل ملاټړ څرګند کړی دی.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
د دانگام له ولسوالۍ څخه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټi
|| 0:00:00
...  
🔇
X
27.09.1393 15:57
د دانگام له ولسوالۍ څخه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټ
ویډیو

ویډیو د دانگام له ولسوالۍ څخه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټ

د دانگام له ولسوالۍ څخه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټ
ویډیو

ویډیو په پیښور کې پر یو ښوونځي باندې د وسله والو طالبانو برید

په پیښور کې نن وسله والو طالبانو پر یو ښوونځي برید وکړ او شاو خوا دیرش کسه یې ووژل. د پاکستان د تحریک طالبان ویاند د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
ویډیو

ویډیو د نړۍ د ښکلا ملکه

د جنوبي افریقا یوې دوه ویشت کلنې نجلۍ د ٢٠١۴ کال د نړۍ د ښکلا د ملکې لقب وگټلو:
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
X
27.09.1393 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.