خبرونه

افغانستان پاکستان ته د فټبال په سیالي کې ماتې ورکړه

د افغانستان د فټبال اتل لوبغاړيد افغانستان د فټبال اتل لوبغاړي
x
د افغانستان د فټبال اتل لوبغاړي
د افغانستان د فټبال اتل لوبغاړي
نن د کابل په فټ بال سټیډیم کې د افغانستان او د پاکستان د فټ بال ټیمونو ترمنځ د فټبال یوه دوستانه سیالي ترسره شوه.

افغانستان لخوا لوبه کې درې گوله وشو او پاکستان یو گول کولو کې بریالی نشو. له دې سره لوبه  د افغانستان په گټه تمامه شوه. د افغانستان او  پاکستان ترمنځ د کال ١٩٧٧ نه پس په لومړي ځل د فټبال دغه ډول سیالي ترسره شوه
.
په لوبه کې د افغانستان لوبغاړو د پاکستان لوري ته هیڅ چانس ورنکړو چې په دوي غالب شي. د افغانستان لخوا بلال ارزو ،سنجر احمدي، معروف، بارکزي او مشرقي غوره لوبه وکړه.  د افغانستان د فټبال ټیم په نړیواله کچه د پاکستان نه مخکې دی او له دې لوبې سره نورو ملکونو ته هم وښودل شو چې په افغانستان کې د نړیوالو سیالیو دپاره زمینه مساعده ده

د افغانستان د فټبال مسولین وايي چې د ننۍ لوبې د جریان او نندارې نه دنیا ته دا ښودل وو چې  افغانستان یوازې د جنگ وطن نه دی بلکې دلته ژوند او لوبې هم کیږي

دا لوبه په داسې مهال کیږي چې د افغانستان او پاکستان مشران بله اوونۍ یو بل سره ویني. د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تیرو څو میاشتو کې د سرحدي شخړو له کبله اړیکې خړې پړې وې. د دې لوبې د کولو هدف هم د دې اړیکو سمون او د دواړو هیوادونو د لوبغاړو او ولسونو یو بل ته نږدېوالی وو.

دې نه پخوا هم په نړیوالو سیاست کې د لوبو د لوبو په وسیله د ملکونو د اړیکو د رغولو هڅې شویدي.لکه د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ او د امریکا او چین ترمنځ د پینگ پانگ لوبې د یادولو وړ دي..

مطیع الله عابد

mabidn+yahoo.com

مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
د دانگام له ولسوالۍ څخه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټi
|| 0:00:00
...  
🔇
X
27.09.1393 15:57
د دانگام له ولسوالۍ څخه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټ
ویډیو

ویډیو د دانگام له ولسوالۍ څخه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټ

د دانگام له ولسوالۍ څخه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټ
ویډیو

ویډیو په پیښور کې پر یو ښوونځي باندې د وسله والو طالبانو برید

په پیښور کې نن وسله والو طالبانو پر یو ښوونځي برید وکړ او شاو خوا دیرش کسه یې ووژل. د پاکستان د تحریک طالبان ویاند د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
ویډیو

ویډیو د نړۍ د ښکلا ملکه

د جنوبي افریقا یوې دوه ویشت کلنې نجلۍ د ٢٠١۴ کال د نړۍ د ښکلا د ملکې لقب وگټلو:
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
X
27.09.1393 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.