د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتور: حامد کرزی څه غواړي؟


Dobens
Dobens
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د سه شنبې په ماسپښین د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي جیمز ډابنز او د افغانستان لپاره د امریکا د پرمختیايي ادارې مرستیال دونالد سمپلر یوې استماعیه غونډې ته ورغوښتي وو.

سنا کمیټې له دغو دوو چارواکو څخه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د وضعیت او د راتلونکو ستراتیژیکو پروژو په هکله معلومات واوریدل.

د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر سناتور منیندیز د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک یا نه لاسلیک د اغیزو په هکله د افغانستان لپاره د امریکا د جگپوړو کارکوونکو ارزونې واوریدې او په ځانگړې توگه یې د امنیتي تړون د اهمیت په اړوند پوښتنې مطرح کړې.

جیمز دابنز:
« د امنیتي تړون لاسلیک به د افغانستان ولس ته، طالبانو، زموږ متحدینو او همکارانو او سیمې ته یو مهم پیغام ولیږدوي. د افغان ولس لپاره به د راتلونکې په اړه د هغوی بی باوري او اندیښنه کمه کړي.»

جیمز دابنز وایي یو لاسلیک شوی امنیتي تړون به طالبانو ته چې فکر کوي د ٢٠١۴ کال پای د نړیوال ملاتړ پای ده، او د امریکا د ناتو متحدینو او نورو نړیوالو شریکانو ته دا په ډاگه کړي چې دوه اړخیز امنیتي تړون به د ناتو سره تړون ته زمینه برابره کړي چې په همدې کچه قواوی ولري او هغوی ته ددې زمینه برابره کړي چې د ٢٠١٥ کال وروسته د خپل حضور لپاره د پلان په طرحه کولو پیل وکړي.

د افغانستان د وضعې او راتلونکې په اړه د کانگرس پدې استماعیه غونډه کې دا یادونه هم وشوه چې امنیتي تړون د هغو نړیوالو ژمنو پورې هم تړاو لري چې د اویاو زیاتو هیوادونو له افغانستان سره کړي او دیته تیار دي چې د ٢٠١٥ کال د پیل نه د هغه هیواد سره اقتصادي او پوځي کمکونه وکړي.

د سنا مجلس استماعیه غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00


ښاغلی دابنز وایي پرته له ایران څخه د افغانستان سیمه ییزه گاونډیان لکه روسیه، چین، هند، او پاکستان د امنیتي تړون په اهمیت پوهیږي او په شخصي ډول یې جمهور رئیس کرزي ته د تړون د لاسلیک په هکله خپل توافق څرگند کړی دی.


جیمز دابنز:
« د دوی له ډلې نه زیات شمیر مشران یې په مرکزي اسیا کې د امریکا د پوځي حضور سره علاقه نه لري، خو داسې ښکاري چې دوی ټول پدې قانع دي چې د دوامداره نړیوال پوځي او اقتصادي ملاتړ په غیر، افغانستان د کورنۍ جگړې، د سخت دریځو ډلو د بیا رامنځ ته کیدو، د مهاجرت د پیل او په تجارت کې د بی نظمۍ له گواښونو سره مخامخ کیدای شي چې ښایي دا کار ټولې سیمې ته گواښ پیښ کړي.»

دابنز وایي د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو په هکله هیڅ شک نه لري، خو د هغه زیان په اړه اندیښمن دی چې د لاسلیک د ځنډیدو په وجهې به رامنځ ته شي.

هغه وایي دا وړاندوینه نشی کولې چې تړون به کله لاسلیک شي خو وایي داسی تصور شته چې کیداې شي دا کار په همدې کال کې وشي خو د ولسمشر کرزي سره د تیرې اونۍ د خبرو په وجه په دې موقف کې نه دی چې دې مسلې ته ځواب ووایي.

د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې مرستیال دونالد سمپلر په خپلو خبرو کې وویل، په افغانستان کې باوري، شفاف او ټول شموله انتخاباتي بهیر د امریکا د حکومت د لیږد ستراتیژئ لپاره محوري او د افغانستان د ثبات او دیموکراتیک پرمختگ لپاره مهم دی.

سناتور رابرت منندیز د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس:
« غواړم د سفیر دابنز سره خبره واضح کړم. د کرزي هدف څه دی؟ مڅه غواړي؟ هغه په دې کار سره خپل هیواد، ماضي، او حتی خپل شخصي امنیت له خطر سره مخ کوي.»

جیمز دابنز:
« تاسو پوهیږئ، یو یې د سولې پروسه ده، او دوهم یې د افغانو کورنو ته نه ننوتل دي او د افغانانو د کورونو درناوی کول دي.»

جیمز دابنز:
« موږ هڅه کوو هغه ووایو چې د امریکا نظر مطلقا هاغسې نه دی چې دی یې فکر کوي، هغه له اور سره لوبې کوي.»
XS
SM
MD
LG