د لاس رسي وړ اتصالات

"د پاکستان قبایلي سیمې د تروریزم په مرکز بدلیدای شي"


د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له وجې د پاکستان قبایلي سیمو ته یو ځل بیا پام اوښتی دی. کارپوهان وایي که چیرته نړیوال عسکر د افغانستان نه واوځي نو قبایلي سیمې چې د زیاتې مودې راپدیخوا د مرکزي حکومت په کنترول کې ندي، ښایي چې د نړیوال تروریزم په مرکز بدلې شي.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې شاوخوا پنځه میلونه خلک ژوند کوي. دغه سیمې چې د فاټا په نامه پیژندل کیږي، اوه ایجنسۍ دي چې شپږ یې د افغانستان سره ګډ سرحد لري. د بدماشانو او مجرمینو هغه ډلې چې حکومت پسې ګرځي، د مخدره موادو قاچبران دي او خلک تښتوي، اکثره یې په همدغو سیمو کې اوسیږي.

په افغانستان کې د شوروي ځواکونو په خلاف جګړې کې عرب او افغان جنګیالي په همدغو سیمو کې روزل کیدل او افغانستان ته د جګړې لپاره استول کیدل. مشهور پاکستانی لیکوال او مبصر وایي احمد رشید وایي همدا وجه ده چې د پآکستان دغو قبایلي سیمې ډیرې بدلې شولې.

" د 1980 په لسیزې کې د پاکستان قبایلي سیمې (فاټا) د مجاهدینو لپاره د وسلو او مهماتو قوي مرکزونه وې چې د پاکستان استخباراتې ادارې (آی ایس آی) او د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی اې) لخوا ورته ورکول کیدلې. لس ګونه زره کیلومتره سړکونه پدغو سیمو کې جوړ شول چې پاکستان د افغانستان سره ونښلوي. وسلې او مهمات به په همدغو سړکونو تر سرحده وړل کیدل او د هغه ځای نه به په قچرو افغانستان ته وړل کیدل چې د شوروي په خلاف جګړې کې ترې کار واخیستل شي. "

رپوټ وایي کله چې په 1989 میلادي کال کې د شوروي پوځ د افغانستان نه ووت، د پاکستان استخباراتي ادارې بیا هم په همدغو سیمو کې تندلاره ډلې روزلې او افغانستان ته یې پدې خاطر لیږلې چې په هغه هیواد کې خپل نفوذ او قدرت وساتي. ښاغلی رشید یو ځل بیا وایي چې اوس هم د پآکستان قبایلي سیمې د افغان طالبانو او نورو وسله والو ډلو د روزنې لپاره مهم مرکزونه دي.

" طالبان په 2003 او 2004 کالونو کې د پاکستان په مرستې راټول شول او افغانستان ته واستول شول. پدې کار کې د پاکستان قبایلي سیمو مهم رول درلود ځکه چې د افغان طالبانو اکثره غړي په همدغو سیمو کې اوسیدل. "

افغانستان د امریکا متحده ایالات د پخوا راهیستې شکایت کوي چې جګړه مارې ډلې د پاکستان د قبایلي سیمو نه راځي او دننه په افغانستان کې د هغوي په ځواکونو بریدونه کوي. د پاکستان پوځ هم د هغوي د همدغو شکایتونو په خاطر پدې تیرو څو کالونو کې څو ځله د یو شمیر ډلو په خلاف پراخه پوځي عملیات وکړل خو البته د پآکستان د پوځ دغه عملیات هغومره پراخه او هر اړخیزه نه ؤ چې افغانستان او امریکا یې غوښتنه درلوده.

د پاکستان د همدې اقدام له وجې امریکا دیته مجبوره شوه چې په قبایلي سیمو کې په وسله والو ډلو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي چې پدې کار سره پاکستان هم ناراضه دی.

پاکستاني چارواکي هم دا مني چې پدې قبایلي سیمو کې جګړه مارې ډلې شته دي او پدې هیواد کې یې هم زیات بریدونه کړیدي چې په زرګونه خلک پکې وژل شویدي. خو بل پلو بیا د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو فدرالي وزیر عبدالقادر بلوچ قبایلي سیمې د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې راوستل خورا ګران کار دی.

" د قبایلي سیمو زیات خلک بې ځایه شول او یا نورو سیمو ته کډه شول، افراطیت او سخت دریزي هم هلته زیاته شویده، هدفي وژني هم بیخي ډیرې پکې شویدي او د حکومت واک پکې ډیر کمزوری دی. څو ځله پوځي عملیات هم هلته شویدي چې د دغو ټولو کارونو له وجې په فاټا کې ټولنیز نظام ګډوډ شویدی. "

د پاکستان څو حکومتونو هم دا ښه ګڼلې چې په قبایلي سیمو کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د پوځي او سیاسي تګلارو پر ځای دغه سیمې پخپل حالت پریږدي.
د قبایلي سیمو د عمومي پروژو رئیس یوسف رحیم وایي، پدې سیمو کې اوس هم خلک دومره اقتصادي او ټولنیزې ستونزې لري چې هر ډول مداخله به ګرانه وي.

" د فاټا شپیته په سلو کې خلک د فقر د سطحې نه ټیټ ژوند لري، ددې سیمو اقتصادي کارونه هم له پامه غورځول شویدي او چا یې غم ندی خوړلی. همدا وجه ده چې هلته زیات خلک بې روزګاره دي او زیاتې ستونزې د همدې بې روزګارۍ نه پیدا کیږي. او بله دا چې یوازې 17 په سلو کې د دې سیمو خلک سواد لري. "


د پاکستان صدر اعظم نواز شریف څو ځله په قبایلي سیمو کې سخت دریزې ډلې د پاکستان لپاره خطر ګڼلې دي. د هغه حکومت اوس د طالبانو سره د سولې په خبرو اخته دی خو دا یې هم ویلي دي چې د اړتیا په صورت کې به پوځي عملیات هم کوي.

بل پلو امریکایي کاروپوهان وایي هغه تروریستي ډلې چې په قبایلي سیمو کې فعالیت کوي، هغه د پاکستان اتومي وسلو ته هم یو ګواښ دی او دا کار نړۍ ته خطرناک دی.

" نړیواله ټولنه په ریښتیا د پاکستان د اتومي وسلو د خوندیتوب په اړه اندیښنه لري. دا اندیښنه پدې اندازې ده چې په پاکستان کې تروریزم دا توان لري چې دغه وسلې به د سخت دریزه ډلو لاس ته ورشي. "

خو پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې اتومي وسلې یې خوندي دي او د تندلاره ډلو لاسته نه ورځي.

د پاکستان سیاسي ګوندونه هم دا کوښښ کوي چې په قبایلي سیمو کې هغه قوانین بدل کړي چې د برتانیې د استعمار پر وخت هلته نافذ و او د همدغو قوانینو له مخې یې ادارې چلیدلې. سرویګانې ښیي چې اکثره خلک غواړي دا سیمې دې د پاکستان د نورو صوبو په شان صوبې شي، پولیس دې پکې جوړ شي او د ستونزو د حل لپاره دې محکمې پکې جوړې شي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:33 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG