د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله عبدالله: د یوې شفافې او عادلانه پروسې پایلې منو!


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله
د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله
د جمهوري ریاست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، « د یوې شفافې پروسې نتیجې، د یوې عادلانه پروسې نتیجې هر څنگه چې وي مونږ یې منو.»

ډاکتر عبدالله عبدالله د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې تر ډیره حده ددې امکان شته چې دوهم پړاو ته اړتیا پیدا نشي او په لومړي پړاو کې نتیجه څرگنده شي.

هغه د امریکا غږ ته د ائیتلافي حکومت جوړدیدو د آوازو په هکله وویل چې په دې اړه نه پوهیږي، او زیاته یې کړه تر هغه چې پر نوموړي پورې اړه لري د ائیتلافي حکومت څخه خبر نه دی.

هغه وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته انتظار باسي چې کارونه یې پای ورسیږي او نتیجې اعلان کړي.

هغه زیاته کړه چې « وروستۍ پایله د انتخاباتو د پروسې په تعقیب څرگندیږي چې څومره درغلۍ شوي دي او که؟ خو په کلي توگه ویلای شو چې په هغه کچه چې پخوا ستونزې وې، دا ځل تر ډیره حده د پروسې تر دې مرحلې پورې چې مونږ او تاسې خبرې کوو، د درغلیو مخه نیول ده.»

ښاغلي عبدالله د امریکا غږ د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې « د انتخاباتو پایلې باید د افغانستان د خلکو د رائیو په بنسټ وي او د افغانستان د ولس د پاکو رائیو په بنسټ وي. ملي گټې هم همدا ایجابوي، د یو هیواد په ژوند کې پیسې هم خپل ځای لري، لگښت هم، خو هر گام چې د ولسواکۍ لپاره اخیستل کیږي د هیواد د بنسټ د غښتلتیا سبب کیږي. په همدې خاطر که لگښت هم وشي دا لگښت پر ځای دی او کیدای شي په راتلونکې کې د نورو پیښیدونکو ضایعاتو او د فرصتونو د له منځه تللو مخنیوی وکړي. نو په دې پړاو کې غواړو چې دا پروسه بشپړه شي او د پروسې پایلې څرگندې شي او په هماغه بنسټ پر نورو مسلو بحث وشي.»
د جمهوري ریاست د نوماند عبدالله عبدالله سره د امریکا غږ ځانگړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

د ښاغلي عبدالله عبدالله مرکه دلته لیدلی او اوریدلی شئ:
XS
SM
MD
LG