د لاس رسي وړ اتصالات

دتخار د روستاق بې ځایه شوي کورنۍ مرستې غواړي


د تخار ولایت د روستاق په ولسوالۍ کې د غره د ښویدو له امله یو شمیر کورنۍ بې ځایه شوي دي
د تخار ولایت د روستاق په ولسوالۍ کې د غره د ښویدو له امله یو شمیر کورنۍ بې ځایه شوي دي
د تخار د روستاق د ولسوالۍ یو شمیر کورنۍ د مرستو غوښتنه کړې ده. څو ورځې وړاندې، د غره د ښویدو له امله د دغو کورنیو شتمني، کورني حیوانات او د ژوند نور وسایل له منځه ولاړل،

څو ورځې وړاندې د تخار د روستاق ولسوالۍ د خواجه خیراب کلی ته نږدې د غره په ښویدنه کې د کلیوالو ټوله شتمني له منځه تللي.

د تخار والي عبدالطیف ابراهیمي، او دملي اردو ځواکونه ددغو خلکو د مرستې لپاره سیمې ته ورغلي، د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان WFP له خوا پر دغو بې ځایه شو خلکو خوراکي مواد او د کور د ضرورت وړ ځینې وسایل وویشل شول.

د تخار والي بې ځایه شو خلکو ته په خبرو وویل چې دوی به يې ستونزې له مرکز سره مطرح کړي او د اوسیدو لپاره به ورته ځایونه ورکړل شي.

شاغلي ابراهیمي وویل: «دغه کومکونه بسنه نه کوي، مونږ له خیریه موسیسو، کلیو اوپراختیا وزارت او زراعت وزارت څخه هیله کوو چې دغو بې ځایه شو خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو لپاره څاګانې وکني.»

د تخار والي زیاته کړه چې موسیسات او وزارتونه باید دغو خلکو سره په دوامداره توګه مرستې وکړي هسې نه چې په نورو ستونزو واوړي.

ددغو بې ځایه شو خلکو کورنۍ په یوه دښته کې ډله ډله راټول دي، خو لویان يې د مرستو د تر لاسه کولو په خاطر کتار ولاړ دي، ددغو بې ځایه شو خلکو له ډلې یوه میرمن قمر د خپلې ستونزې یادونه کوي.

دغې میرمنې وویل: «مونږ له خاورو لاندې شوو، یوازې دغه ماشومان مو راویستل او نور هیڅ مو ونه شو کړای، خوراکي مواد او نور شیان د اغوستو جامې او ټول له خاورو لاندې شول.»

یوبله میرمن نفس ګل وايي چې د دوي اولادونه وږي دي؛ هغسې مرستې ورسره نه دي شوي چې دوي ورته ضرورت لري، هغې وویل: «یو ترپال او پلاستیکونه مو له بازاره راوړي او دغه ماشومان مو ترې لاندې کړي، دا دوه ورځي کیږي چې وږي تږي ناست دي نه غنم شته او نه خوراکي مواد.»

عبدالجبار چې کور يې نړیدلې وايي چې ددوي سیمه د بیا ژوند کولو څخه وتلې ده، غر ښویدلې او کلې په یوه کنده بدل شوې.

د خواجه خیراب سیمه چې خاورین غرونه لري، خلک ترې د زراعت لپاره هم ګټه اخلي؛ تقریبا شپاړس کاله پخوا هم د روستاق ځینې کلي د زلزلې له امله ښویدلي وو چې زیات کسان په کې وژل شوي وو.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG