د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمیسیون وايي نور نتایج به ژر اعلان کړي


د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نښه
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نښه
دوه اونۍ وړاندې ټیک په همدغه ورځ یانې د اپریل په پنځمه د شنبې په ورځ په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره شول چې، د ټاکنو د کمیسیون په خبره شاوخوا اووه میلیونو خلکو په کې ګډون وکړ .

خو لا هم د دغو ټاکنو څه باندې نوې فیصده پایلې اعلان شوې نه دي، خلک او په خاص ډول د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو کاندیدان ورته تر نورو ډېر په انتظار کې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل امریکا غږ ته وویل چې د لومړنیو نتایجو دویمه برخه به د همدغې اونۍ په سر کې اعلان کړي:

« ډېر ژر به د همدغې اونۍ په سر کې د پاتې نتایجو د اعلان ورځ او نېټه دقیقه شي چې ټول ولس خبر شي، موږ له خپل تقسیم او قات سره سم روان یو او هیله مند یو چې پایلې به هم له ټاکلې نیټې سره سمې اعلان کړو .»

ښاغلي امرخیل په دې اړه له ډېر څه ویلو ډډه وکړه چې دقیقآ په کومه ورځ او څومره نورې پایلې به اعلانوي .
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل هیله وښوده چې اعلانېدونکې پایلې به د ټولو لپاره د منلو وړ وي
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل هیله وښوده چې اعلانېدونکې پایلې به د ټولو لپاره د منلو وړ وي
د پنجشنبې په ورځ( اپریل ۱۷) ولسمشر حامد کرزي په خپلې پنځلس ورځنۍ راډیوي وینا کې د انتخاباتو له خپلواک او انتخاباتو د شکایتونو له کمیسیونونوغوښتنه وکړه چې رایې شمېرنې دې په سم ډول ترسره، د خلکو ادعاګاانې دې هم وڅېړي له اعلان شوې نېټې سره دې سمې پایلې هم اعلان کړي .

ولسمشر کرزي وویل چې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون پر ولسواکۍ د افغانانو باور وښود او هیله یې کړې چې د ده راتلونکی ځای ناستی به د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لا چټک او بریالي ګامونه پورته کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي د انتخاباتو ټولې لومړنۍ پایلې به د ثور په څلورمه او وروستۍ او نهايي پایلې به یې د همدغې میاشتې په ۲۴ نېټه به اعلان کړي .

که په دغو انتخاباتو کې یو کاندید هم تر پنځوس ډېرې رايي خپلې نه کړي، ټاکنې به دویم پړاوو ته ځي چې هلته به د اوسنیو انتخاباتو د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ به سیالي کيږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG