د لاس رسي وړ اتصالات

په ټاکنو کې د خوست ولایت د یو غمجن پلار د ګډون کیسه


جواز خان د خوست اوسیدونکی
جواز خان د خوست اوسیدونکی
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د وروستیو رپوټونو له مخې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو په ټاکنو کې افغانانو په پراخه توګه ګډون وکړ چې د هیواد راتلونکی ولسمشر وټاکي.

د کارپوهانو په اند په ټاکنو کې د افغانانو له پراخ گډون څخه دا جوتيږي چې افغانان نورله جنگ نه ستړي دي، سوله او آرامي غواړي.

افغانانو د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د گواښونو او نورو ډيرو ستونزو سره سره بياهم په دې دمکراتيکه پروسه کې گډون وکړ او د خپلې خوښې کانديد ته يې رايه ورکړه.

جواز خان چې د خوست د تڼیو د ورژلې په غرنۍ سيمه کې اوسيږي، ددې تاريخي ټاکنو شپې يې ابدی داغ په زړه پرايښی دی

جواز خان ته د ورژلو د قوم مشرعبدالغفار له ټاکنو يوه ورځ مخکې د جمعی له لمانځه نه ورورسته ويلي و چې بايد سبا په ټاکنو کې برخه واخلي، دی یي هم مني خو دهمدې شپې په دوو بجو د زړه ټوټه اوه نيم کلنه لور د ناڅاپي ناروغۍ له امله په لږ وخت کې له لاسه ورکوي او مړه کيږي.

له يوې خوا په ټاکنوکې د گډون ژمنه او له بلې خوا د چم گاونډ خبرول،! جواز خان پريکړه کوي چې هيڅ چاته به غږ نه کوي، سره له دې چې ميرمن يې ورسره نه مني خو دی يې قانع کوي، او وايي دا د قوم ملا ماتول دي، که خلک خبر شي نو د دستور سره سم ټول کلی به مونږ نه راټول شي او په ټاکنو کې له گډون څخه به محروم شيږ

مور د لور سرته په وير کښينی خو جواز خان د کورنۍ له ديارلسو غړو سره د رايی اچونې محل ته ځي. ،غرمه ١٢ بجې کله چي د رايی اچونې پروسه ختميږي، درې زره کسانو ته د خپل لور له مړينې خبر ورکوي، خلک يې د زغم ، حوصلې او احساس ستاينه کوي، مرستې او غمشريکۍ لپاره ورسره روانيږي .
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:05 0:00
مستقیمه لیکه





له نږدې څلورو لسيزو جنگ او نا آراميو څخه ستړی جوازخان د لور د ښخولو نه وروسته په هديره کې پر کليوالوغږ کوي چې د وطن آبادۍ او د جنگ د پاې ته رسيدو دوعا ته دې لاسونه پورته کړي تر څو له دې تيارو نه رڼا ته لار ومومي
.
جواز چې د افغانستان په جنگ کې د ځوان ورور، تره زوی او نورو نږدې عزيزانو وير ډيردردولی د هيواد له دې غميزې نه د خلاصون يواځنۍ لار د ولسونو په رايو د حکومت جوړول گڼي.

دې چې خپله لیک لوست نه شي کولای او له خپل خوږ بچي څخه د ابدي جدایي پروخت یې په هيواد کې د سوکالۍ په هيله خپله رايه ورکړې، له ټولو هيواد والو څخه غواړي چې بچيو ته دې قلم په لاس ورکړي، دعلم او تعليم په مرسته دې خپل ملک آباد او ټولو دردونو ته دې د پای ټکی کيږدي.

د اشنا راډيو سره د جواز خان بشپړه مرکه دلته اوريدای شئ :
XS
SM
MD
LG