د لاس رسي وړ اتصالات

د والي جمعه خان همدرد د موټرو پر کاروان ډزې شوي


جمعه خان همدرد
جمعه خان همدرد
د مزارشریف پولیس وایي چې د پکتیا د والي جمعه خان همدرد د ساتونکو او د مزار شریف د پولیسو د امنیتي کمربندد پولیسو تر منځ ډزې شوي چې له امله یې د همدرد دوه ساتوونکي او پولیس وژل شوي او درې تنه نور چې دوه یې د همدرد ساتوونکي او یو یې د امنیتي کمربند پولیس دی ټپیان شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون وايې چې دغه پیښه د جمعې د ورځې په سهار لس بجو هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دوي د موټرو کاروان له ښار څخه د تلو په حال کې و.

روح الله سمون ادعا وکړه چې له ښاره د وتلو پر وخت د پولیسو په لباس کې د هغوي پر موټرو ډزې شوي دي.

سمون وايې "په برید کې د پکتیا د والي جمعه خان همدرد دوه ساتوونکي وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي."

سمون زیاتوي چې له یو نیم ساعت جګړې وروسته د امنیې قوماندان د پیښې ځای ته راغی او د هغه یو تن پولیس هم په ډزو کې ټپي شوی دی.

سمون وايې چې د دوي د موټرو کاروان ته د ودریدو له اشارې پرته پر هغوي ډزې شوي دی.

خو د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايې چې پولیسو د جمعه خان همدرد کاروان ودراوه، چې د پولیسو او د هغه د ساتونکو تر منځ لفظي شخړه شوی او له هغې وروسته يې پر یو بل ډزې کړي.

عبدالرزاق وویل "د پکتیا د والي جمعه خان همدرد او د پولیسو تر منځ په جګړه کې یو تن پولیس وژل شوی او بل يې ټپي دی ".

هغه زیاته کړه چې په برید کې د پکتیا د والي ساتونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د د مرګ ژوبلې په اړه یې ارقام ونه ښودل.

عبدالرزاق وايې چې د پکتیا د والي جمعه خان همدرد او د کمربند د پولیسو تر منځ د جګړې علت لا تر اوسه نه دی څرګند.

روح الله سمون وایي چې جمعه خان همدرد هم د پیښې په وخت په خپل موټر کې وه خو په پیښه کې هغه ته زیان نه دی رسیدلې
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG