د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري له ولسمشر کرزي او کاندیدانو سره وکتل


ارشیف
ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په ارگ کې د ولسمشر حامد کرزي سره له کتلو وروسته، د امریکا په سفارت کې د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په ارگ کې د ولسمشر حامد کرزي سره له کتلو وروسته، د امریکا په سفارت کې د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وکتل.

د احمدزي سره د کېري کتنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

ښاغلي کېري د ښاغلي احمدزي سره له کتنې دمخه وویل " مونږ یو بل ښه پیژنو، مونږ د کلونو په اوږدو کې سره زیاتې خبرې کړي دي، او زه دلته په دې خاطر راغلی یم چې ولسمشر بارک اوباما او د امریکا متحده ایالتونه د یو متحد، دموکراتیک او با ثباته افغانستان سره ژوره مینه لري. البته مونږ هیله من یو چې د انتخاباتو کړکیچ ژر حل شي، او د حل کیدای شي."

ښاغلي احمدزي د انتخاباتو د پروسې په شفافیت او اعتبار باندې په تاکید سره وویل " زمونږ د باور د راژوندي کولو لپاره په پراخه ارزونه باور لرو."

له بلې خوا ښاغلي عبدالله د ښاغلي کېري سره له کتنې دمخه هیله څرگنده کړه چې ښاغلی کېري خپل محدود او با ارزښته وخت د افغانستان د گټو او " او د دموکراتیکې پروسې د ژغورلو" لپاره وکاروي.

د عبدالله سره د کېري کتنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وایي چې جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ته ویلي چې د ټاکنو راوروسته ستونزو هر ډول هوارې چې د افغانستان د قانوني ادارو له لاري د کاندیدانو سره په تفاهم کې رامنځ ته شي ده ته به د منلو وي.

جمهور رئیس کرزي په دې برخه کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو رول تائید کړی او ټینګار یې کړی چې د نوې جمهور رئیس د لوړې مراسم به د اسد د میاشتې په۱۱ ورځ د ټاکل شوي مهالویش له مخې ترسره شي.

له اشرف غني سره کتنه

د ښاغلي احمدزي انتخاباتي ټیم وایي چې ښاغلي جان کېري نن د غرمې وروسته د ښاغلي احمدزي سره کتلي دي.

جان کېری او اشرف غني احمدزی
جان کېری او اشرف غني احمدزی

د ښاغلي احمدزي یو ویاند داود سلطانزوی امریکا غږ ته وویل، چې د ښاغلي احمدزي او د ښاغلي جان کېري ترمنځ په لیدو کتو کې د ملګرو ملتونو په هغه وړاندیز هوکړه شوې ده‪.

داود سلطانزوی وویل " په هغه وړاندیز توافق شوی دی چې یوناما وړاندې کړی وو، چې هغه د اتو زرو محلونو د رایو بیا تفتیش دی، ددغې کتنې محتوا یوازې ټاکنې وې‪".

ښاغلي سلطانزوی وویل، چې ددغې کتنې زیات جزئیات نه شي ورکولی ولې لیدنه په ښه فضاء کې ترسره شوې ده‪.

د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي وړاندیز

د ارگ د اعلامیې له مخې د ملگرو ملتونو د سازمان په طرحه کې د رائیو د څه دپاسه اته زرو محلونو بیا ارزونه شامله ده چې د ټولو ورکړل شویو رائیو په سلو کې ۴۳ کیږي.

له عبدالله عبدالله سره کتنه

له غرمې وروسته ښاغلي کېري د ښاغلي عبدالله سره په داسې حال کې وکتل چې د نوموړي مرستیالان محمد خان او محمد محقق هم حاضر وو.

جان کېری او عبدالله عبدالله
جان کېری او عبدالله عبدالله

د ښاغلي عبدالله ویاند فاضل سانچارکي امریکا غږ ته وویل، دغه کتنه په ښه شکل او مثبت ډول ترسره شوه، او ښاغلي کېري په مرستندویه روحیه د ښاغلي عبدالله له لورې د ټاکنو په وړاندې مسائل اورېدلي دي.

ښاغلي سانچارکي وویل، پدغه کتنه کې د ټاکنو له روان بحران نه د وتلو په لارو چارو خبرې وشوې، د ټاکنو د شفافه کولو او ټاکنو ته د مشروعیت د ورکولو په سر مذاکرات وشول، خو ښاغلي عبدالله ښاغلي کېري ته کوم مشخصه طرحه نده وړاندې کړې.

د دوی په کتنه کې په میکانیزمونو بحث شوی او دا هم ویل شوي چې خبرې به دوام کوي.

که څه هم له ښاغلي کېري سره په کتنه کې د ښاغلي احمدزي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي یان کوبیش په طرحه هوکړه شوې، خو د ښاغلي عبدالله ویاند هیڅ داسې څه و نه ویل، چې ایا ښاغلي عبدالله پدغه طرحه له جان کېري سره څه ویلي او که نه.

خو ښاغلي سانچارکي د د اتو زرو د محلونو د وړاندیز په تړاوو وویل چې دا د دوی د غوښتنو نه یوه غوښتنه ده او دا طرحه لا هم پلې شوې نده.

له یان کوبیش سره کتنه

ښاغلي کېري نن سهار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي یان کوبیش سره هم کتلي وو. ښاغلي کېري د ملګرو ملتونو دنده د افغانستان پدې حساسو حالاتو کې ستایلې ده.

جان کېری او یان کوبیش
جان کېری او یان کوبیش

پدغه کتنه کې ښاغلي کېري ویلي، چې تمه لري د روان وضعیت د ختمېدو لپاره لاره پیدا کړي، او پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

ښاغلي کوبیش ښاغلي کېري ته ویلي، چې ملګري ملتونه هڅه کوي له افغان اړخونو سره مرسته وکړي ترڅو له دې حالت نه د وتلو لار پیدا شي، او سیاسي انتقال په خپل وخت سره ترسره شي.

هغه دا هم ویلي چې دا اسانه دنده نده خو دوی خپله هڅه کوي.

د حالاتو څېړونکي چې د ښاغلي کېري سفر څاري وايي، چې دا سفر خورا مهم دی او د روان وضعیت د ختمولو لپاره لارې چارې باید وموندل شي او د ټاکنو شخړې پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG