د لاس رسي وړ اتصالات

دواړه اړخونه د ملي وحدت د حکومت په اړه یو نظر نه لري.


اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله
اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله

د عبدالله عبدالله مرستیال محمد محقق وايي د امریکا د بهرنو چارو د وزیر جان کېری په منګړیتوب د پریکړې له مخې به د ملي وحدت د حکومت په چوکاټ کې د انتخاباتو ګټونکی ولسمشر او بایلونکی اجرائیوي شورا مشر وي.

د ښاغلي عبدالله د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا ددغه پریکړې د لا روښانولو په موخه او دا چې د ښاغلي محقق خبره یوازې د هغه خپل نظر څرګندوي که د ښاغلی عبدالله د ټاکنیز ټیم دریځ همدا دی، وايي "هغه څه چې استاد محقق ېې وايي زموږ د ټیم نظر دی".

ښاغلی اوریا د جان کېري په واسطه د دواړو ټیمونو تر منځ د شوي توافق په هکله وايي "توافق داسې شوی چې په افغانستان کې به د ملي یو والي حکومت یو جهت ېې دا دی چې څوک لومړۍ مقام ګټي او جمهور رئیس کیږي هغه به د اجرائیوي رئیس پست جوړي او اجرائیوی پست به تر دوه کلو پورې وي او په دوه کلونو کې به شرایط داسې برابریږي چي لویه جرګه جوړه شي، لویه جرګه کې به اساسی قانون تعدیلیږي او په پایله کې به حکومت صدارتي بڼه ځانته نیسی او اجرائیوی ریاست به په صدارت باندی تبدیلیږي او موږ به یو جمهور رئیس او یو صدراعضم ولرو ."

خو د ښاغلي عبدالله د ټیم دغه نطریات ځانته مخالفین هم لري.

د اشرف غني احمدزي د ټیم ویاند ښاغلی فاروقي وايي "د صدارت یا بل اجرایی پست را منځته کول به د ولس تصمیم پورې اړه ولري خو تر دې دمه یواځې د ټاکنو پر شفافیت او د ملی وحدت حکومت پر جوړیدو توافق شوی."

د ښاغلی فاورقی په وینا د ولسمشر او صدراعظم بحث لا ندې مطرح ، ځکه قانون په دغه برخه کې وضاحت نلري "په افغانستان کې صدارت یا د قانون په چوکاټ کې د رئیس جمهور صلاحیت ندی بلکه دا اساسي قانون تغییر غواړي او دا بحث به د ولس د تصمیم سره وټاکل شي چې د اساسي قانون په چوکاټ کې څه نوع تغیرات راوستل کیږي او د هیواد د دولت تشکیلات په کوم شکل تغییر کوي دا به د ولس تصمیم وي او فکر نه کوم چي منتخب رییس جمهور به د دی توان ولري چې په دغه مساله کې کوم تعهد ورکړي."

خو ایا د افغانستان اساسي قانون به دغسي جوړښتونه ومني او اصولا د صدارت د پست رامنځته کولو لپاره کومو ځانګړنو ته اړتیا لیدل کیږي.

د سیاسی چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ښاغلې نصرالله ستانکزی په دې اړوند وايي په قانوني لحاظ دا کار له سره ناشوني دی.

هغه وایي "د افغانستان په اساسي قانون کې د دغسې جوړښتونو وړاندوینه ندي شوې په افغانستان کې اجراییه قوه په دوه برخو ویشل شوې یوه یی کابینه ده چي حکومت جوړوي وزیران خو د پارلمان نه رایه اخلې که چیری داسي یو واحد جوړیږي دا به له کوم ځایه رایه اخلي زه فکر کوم دا کار یو څه حقوقي ستونزې لري."

دغه سیاسي شنونکی د اساسی قانون د تعدیلولو خبره هم ردوي او وايي تر هله چې د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات هم تر سره شوي نه وي لویه جرګه دایریدای نشي

د هغه په وینا "د قانون د تعدیل صلاحیت لویه جرګه لري او هغه جرګه چي باید قانون تعدیل کړی نشی دایریدای ځکه د ولسوالیو د شورا انتخابات ندي شوی په داسی حال کې چې د جرګې یو شمیر غړي د ولسوالیو له شورا ګانو نه راځی نو خکه دغه لویه جرګه نشي دایریدای چې په اساسی قانون کې تعدیل راولي."

په ټوله کې د دواړو نوماندانو تر منځ دا توافق شوی چې ټاکنې به بایلونکۍ ونه لري او دواړه نوماندان به په قدرت کې برخه ولري خو دا چې د افغانستان ولس به د ښاغلي عبدالله د ټیم د خوښی وړ حکومتي جوړښت ومني که نه د وخت تیریدل به یی روښانه کړي.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG