د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په افغانستان کې د ملي حکومت جوړیدل ستایلي


ارشیف
ارشیف

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما، د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د ټاکنو په تړاو د ټړون له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ستایلی دی او ویلي یې دي که کاندیدان په ژبه ودریږي د لومړي ځل لپاره به په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د واک د لیږد امکان برابر شي.

په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا جمهور رئیس د چهارشنبې په ورځ اوکراین سره د امریکا د مرستو په هکله خبریالانو ته د څرګندونو په وخت د افغانستان د ټاکنو په باب هم خبرې وکړې.

ښاغلي اوباما په خپلو خبرو کې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د ښاغلي کېري په منځګړیتوب د شوي تړون یادونه وکړه او د انتخاباتي کړکیچ په هوارولو کې یې د خپل بهرنیو چارو د وزیر او په افغانستان کې د امریکا د ملکي او پوځي عالي رتبه مامورینو رول وستایه.

ښاغلي اوباما وایي" د ټولو لومړی زه غواړم چې د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري او په افغانستان کې زمونږ د فوق العاده ملکي او پوځي استازو نه د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ د ټاکنو راوروسته په ټپه دریدلې حالت د منځه وړلو له امله مننه وکړم".

ښاغلي اوباما د پایلو د منلو په برخه کې د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو جرت هم ستایلی دی.

هغه وایي " مننه د هغوی د هڅو نه او البته چې مننه کوم د افغانانو او د کاندیدانو د جرت نه چې ما ورسره تیره اونۍ خبرې وکړې، کاندیدانو موافقه وکړه چې د نړیوالو څارونکو له خوا د رائیو د هر اړخیزو پلټنو وروسته به پایلې مني او د ملي وحدت حکومت به جوړوي".

هغه وایي که چیرې افغان کاندیدان په خپلو وعدو ودریږي نو افغانان به په لومړي ځل د خپل هیواد په تاریخ کې په دیموکراتیکه توګه د واک سپارلو شاهد اوسي.

ښاغلی اوباما وایي "دا پرمختک مونږ ته دا رایادوي چې ددې سره سره چې په افغانستان کې ځمونږ محاربوي ماموریت ددې کال تر پایه پای ته رسیږي د یو خپلواکه، متحد او دیموکراتیک افغانستان لپاره به د امریکا ژمنې تل پاتې اوسي".

ولسمشر اوباما ویلي چې ډاډه دی چې امریکائیان به بیا د افغانستان له خاورې و نه ګواښل شي.

XS
SM
MD
LG