د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي وزیرستان د عملیاتو اغیزمنتیا د امریکا له نظره


امریکایي جنرال جوزف ډینفورډ
امریکایي جنرال جوزف ډینفورډ

په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو قومندان جنرال جوزف ډینفورډ کانگریس ته د پنجشنبي په ورځ وویل چي دی د پاکستان د پوځ لخوا په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د اغیزمنتیا په اړه ملحوظات لري.

جنرال ډنفورډ وویل "د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو او د ازبکستان د اسلامي غورځنگ پرضد څه بریاوي تر لاسه کړي دي او دا هغه څه دي چې موږ په خبر یو، خو یقینا دوی د حقاني د شبکی او د نورو په ضد چې موږ غواړو هغوی عملیات وکړی تراوسه لا ډیر څه نه دي کړي. خو بیا هم دهغوی عملیاتو د حقاني په شبکي باندي څه اغیز کړی او هغه داسي چې د دې شبکې غړي دې ته مجبور شوي دي چي د خپل پناه ځي، میران شاه د سیمي څه ووځي"

د امریکا چارواکي په دې باور لري چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې «آي ايس آي» سره اړیکي لرې او په افغانستان کې په ائتلافي ځواکونو باندي د ځینو خونړیو بریدونو مسئوله ده.

جنرال ډینفورډ وویل د امریکا متحده ایالاتو په پاکستاني چارواکو باندی له ډیر وخت راهیسي ټینگار کړی دی چې په شمالي وزیرستان کي د حقاني د شبکي په مرکزونو باندي پوځي عملیات وکړی.

خو د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم باجوه د امریکا غږسره په خبرو کې په دی ټینگار وکړ چې د شمالي وزیرستان په پوځي عملیاتو کې به هیڅ کوم تروریستي سازمان هلته پاته نه شي.

هغه وویل " ددی پوځي عملیاتو ماموریت دا دی چې په شمالي وزیرستان کې میشت تروریستان چې د هر ځاي او هري ډلي وي له منځه یو وړل شي، دهغو پناه ځایونه تباه کړل شي، او دغه سیمه په بشپړه توگه د حکومت تر ولکي لاندی راوستل شی چې دا ډاډ ترلاسه شي چې بیا دغه تروریستان دي سیمي ته رانشي "

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې ملکي کسانو ته ویلي وو چې مخکي له دې چې دوي ځمکني عملیات پیل کړې له سیمي څخه دي ووځي، اوپه دې سره تقریبا یو ملیون خلک دې ته مجبور سول چي سیمه پریږدی او نژدی ښارونوته پناه یوسي.

د استخباراتو محلي چارواکي واېې د دته خیلو په سیمه کې د شنبې په سهار وختي د امریکا بي پیلوټه الوتکي په یوه کور باندی څو توغنديو وار کړل او له لسو څخه زیات یاغیان یې ووژلږ ویل کیږي چې په مړو کې زیاتره پاکستاني طالبان او د هغوی ازبک ملگري شامل دی.

د راپورنو له مخي د جون د میاشتي د نیمايي راهیسي پرله پسي بریدونو په شمالي وزیرستان کې د ٥٠ په شاوخوا کي وسله وال کسان وژلي دی. او له هغه وخت راوروسته د پاکستان پوځ د ځایي او د بهرینو یاغیانو په ضد په دغه غرنۍ سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دی.

په اسلام اباد کې چارواکي واېې تر اوسه په دغو پوځي عملیاتو کې شاه خوا ٥٠٠ وسله وال کسان او د پاکستان د پوځ په لسگونو سرتیري هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG