د لاس رسي وړ اتصالات

ډابنز: نوی ولسمشر به د اګست په پای کې معلوم شي


افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډابنز
افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډابنز

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډابنز وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د رائیو له تفتیش څارنه اوس مسلکي نړیوال څارونکي کوي او ډېرو هیوادونو مسلکي څارونکي استولي دي.

جیمز ډابنز چې له پاکستان دوهم واري کابل ته راغلی، نن سه شنبه په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل، دواړو کاندیدانو له ده او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره منلې چې له څېړنې وروسته به دوی د ټاکنو پایلې مني.

ښاغلي ډابنز وویل، چې ولسمشر حامد کرزي ورته ویلي، چې نوی منتخب ولسمشر به د اګسټ په پای کې افغانانو ته معلوم شي.

ښاغلی ډابنز زیاته کړه " ما د ولسمشرۍ له کاندیدانو ډاکټر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله سره دوه ځلې وکتل، له جمهور رئيس حامد کرزي سره مې خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي یان کوبیش سره مې هم کتلي دي، او له دې خبري کنفرانس وروسته به د ټاکنو د کمیسیون له مشر سره هم وګورم."

ښاغلی ډابنز د ملګرو ملتونو لپاره دا تر ټولو لوی کاري عملیات وګڼل چې د افغانستان د ټاکنو د رایو پلټنه کوي.

د امریکا دغه استازي دا ډول د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په تړاو جزئیات ورکړل، چې د ټاکنو وړونکی به ولسمشر او د ټاکنو بایلوونکي ته به اجرائیوي پوست جوړیږي او دغه پوست ته به بایلونکی کاندید یا خپله او یا هم څوک نوموي.

ښاغلي ډابنز دا وویل، چې د ملي یووالي د حکومت په تړاوو کوم چوکاټ د کاندیدانو ترمنځ ندی جوړ شوی، هغه وویل " د ملي یووالي د حکومت په جوړولو لا هم کوم چوکات ندی رامنځته شوی، د دواړو ټیمونو باتجربه کسان به پدغه حکومت کې برخه وي، په اداري فساد ککړ به پدغه حکومت کې نه وي لکه دواړو کاندیدانو له اداري فساد سره د مبارزې ژمنې کړې وې."

هغه وویل، چې امریکا د افغانستان په ټاکنو کې بې طرفه ده او د دوی او نړیوالو ښکېلتیا د دواړو کاندیدانو او افغان ولسمشر له خوا یې غوښتنه شوې ده.

ښاغلي ډابنز په ټاکنو کې د امریکا د رول په تړاوو وویل " امریکا خپله بې طرفي ساتلې او پدې دواړه کاندیدانو پوهیږي، ملګري ملتونه هم بې طرفه دي، مونږ په ټاکنو کې مداخله نده کړې، بلکې زمونږ او د ملګرو ملتونو د ښکېلتیا غوښتنه په خپله کاندیدانو او ولسمشر کرزي کړې وه."

ښاغلي ډابنز د ټاکنو د تخنیکي تفتیش په تړاوو وویل، که وړې ستونزې رامنځته کیږي نو دواړو کاندیدانو ټیمونه شته او اواریږي، هغه هم د ۱۶ مورده چیک لست یادونه وکړه.

هغه ډابنز دا هم وویل، چې نېږدې ۴۲ په سلو کې د رایو صندوقونه د ټاکنو مرکزي کمیسیون ته لېږدول شوي او له روژې وروسته به درېیم ګودام هم پرانستل شي چې د رایو تفتیش به پکې کیږي.

وزیرستان

افغانستان او پاکستان ته د امریکا دغه لوړپوړي استازي وویل چې کابل ته له سفر وړاندې په پاکستان کې و او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر راحیل شریف سره هم کتلي دي.

ښاغلي ډابنز وویل، په وزیرستان کې لوی عملیات روان دي او که له کډوالو سره د امریکا مرستو ته اړتیا شي نو دوی ورته تیار دي.

ښاغلي ډابنز د حقاني شبکې د ځپلو په تړاوو وویل، چې پاکستان به دغه شبکه په وزیرستان کې وځپي او د پاکستان بل ځای کې به یې فعالیت ته پرې نه ږدي.

هغه دا هم وویل، چې دوی اندېښنه لري، د وزیرستان له عملیاتو وروسته حقاني شبکه دې غاړې ته را وانه وړي.

ښاغلی ډابنز پاکستان ته له تګ مخکې په افغانستان کې و.

XS
SM
MD
LG