د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ د دویم پراړ ټاکنو د رایو پلټنه بیرته پيل شوه


د ټاکنو په خپلواکه کمیسیون کې د رایو د پلټنې لړۍ
د ټاکنو په خپلواکه کمیسیون کې د رایو د پلټنې لړۍ

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن پنجشنبې یو وار بیا د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د رائیو د پلټنې لړۍ پيل کړه چې تېره ورځ د کاندیدانو د ټیمونو ترمنځ د اختلاف له امله درېدلې وه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل چې نن د رائیو د تفتیش په دواړو شیفټونو کې یو سلو شپېټو ټیمونو کار کړی دی.

ښاغلي نور وویل، چې نن د رایو تفتیش په ښه نظم ترسره شو او هغه بې نظمۍ چې پخوا وې نن نه لېدل کېدې.

هغه وویل، چې سبا د جمعې په ورځ به هم د رایو پلټنه روانه وي او په دواړو کاري وختونو کې به دوه سوه ټیمه کار وکړي.

ښاغلي نور زیاته کړه " لا تراوسه هم د دواړو کاندیدانو ترمنځ په يوې واحدې کړنلارې هوکړه نده شوې، ترڅو چې دا هوکړه نه وي، د نظر اختلافات به موجود وي، مونږ له ملګرو ملتونو او د کاندیدانو له تخنیکي ټیمونو غواړو چې یوې واحدې کړنلارې ته سره ورسیږي، ترڅو کمیسیون په چټکۍ سره د رایو تفتیش وکړي".

بل لورته د یوناما ویاندې نیلاب مبارز امریکا غږ ته وویل، چې ډېر ژر به په کړنلاره دواړه نوماندان هوکړې ته سره ورسیږي خو وخت یې نه شي په ډاګه کولی.

نیلاب مبارز وویل "مونږ پرون هم جلسه درلوده، په کلیاتو کې یوه طرز العمل ته رسېدلي یو، ژر به طرزالعمل جوړ شي".

ښاغلي نور بیا وویل، چې د نوولسو ولایتونو د رایو صندوقونه مرکزي کمیسیون ته رسېدلي چې ۶۰ په سلو کې د ټول افغانستان د رایو صندوقونه کیږي.

ښاغلي نور همداشان وویل " د کابل، پروان، کاپيسا، پکتیکا، پکتیکا، خوست، کنړ میدان وردک، هلمند، زابل، لوګر، غزني، لغمان، نورستان، بلخ، هرات، کندهار او پنجشیر د رایو صندوقونه د ټاکنو مرکزي کمیسیون ته رسېدلي دي".


هغه وویل د فراه او بادغیس د ولایتونو د رایو صندوقونه به ژر ورسیږي.

که څه هم تېره ورځ د رایو د تفتیش پروسه ولاړه وه خو له هغې وړاندې تر وړمې ورځې پورې د ټاکنو کمیسیون یو زرو اووه ویشت صندوقونو تفتیش کړي وو.

XS
SM
MD
LG