د لاس رسي وړ اتصالات

ضیا مسعود: ایتلافي حکومت نه منم


د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب د افغانستان د جمهوري ریاست ددوو کاندیدانو ترمنځ د دوهم پراو د انتخاباتود ټولو رایو د بیا شمیرلو او د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر د موافقې د نږدې ددو اونیو د تیریدلو وروسته د جمهوري ریاست د یو ټیم لوړ پوړې چارواکی احمد ضیا مسعود په سیال ټیم باندې د ایتلافي حکومت د جوړیدلو لپاره د فشارونو د راوستلو تور لګولې دي.

احمد ضیا مسعود د جمعې په ورځ په کابل کې د ښځو یوې غونډې ته د وینا په وخت د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم دا خبره هم رد کړه چې ویلي دي چې د جوزا د میاشتې انتخابات ګټونکې او بیالودنکې نلري .

ښاغلي مسعود دا د انتخاباتو نه د هغه ټیم ناسم تعبیر په توګه یاد کړه وویل دا سمه نه ده .

ښاغلي مسعود وویل "مونږ به هیڅکله د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم نه دا غوښتنه و نه کړوچې د اجرائیوي ریاست څوکۍ دی د بدلون او دوام ټیم ته ورکړي".

ښاغلي مسعود وویل چې که چیرې د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون د دوی سیال ټیم د بریالي ټیم په توګه اعلان کړي نو د بدلون او دوام ټیم به دا غوره وګني چې د یوې سیاسي مخالفې ډلې په توکه پاته شي او د جمهوري ریاست بل ځل انتخاباتو ته به چمتوالې ونیسي.

هغه د دواړو ټیمونو ترمنځ ګډ حکومت جوړیدل تر پوښتنې راوستل وویل دا به څنګه امکان ولري چې دوه ټیمونه ددوه جلا کړنلارو سره په یو حکومت کې کاروکړي.

اجرائیوي رئیس

احمد ضیا مسعود د جمهوري ریاست د دوهم پړاو په انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي نه ملاتړ اعلان کړه، خو هغه د حمل د میاشتې په انتخاباتو کې د ډاکټر زلمي رسول د لومړي مرستیال په توکه برخه اخیستی وه.

ښاغلي احمدزي په څرګنده ویلي چې په انتخاباتو کې د بریالیتوب په صورت کې به احمد ضیا مسعود ته د اجرائیوي رئیس څوکۍ ورکوي، خو اوس داسې رپوټونه دي چې دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره په کتنو کې دا پریکړه کړي چې هرکاندید چې انتخابات وګټل ناکام کاندید ته به په خپل حکومت کې د اجرائیوي ریس څوکۍ ورکوي او بیا به دا څوکۍ په اساسي قانون کې د بدلون په صورت کې د صدراعظم څوکۍ ته لوړه شي.

خو دواړه ټیمونه په دې خبره یوه خوله نه دي او دواړه لوري د شوي موافقې نه یو او بل ډول تعبیر اخلي.

ښاغلي مسعود وویل چې د ایتلافي حکومت او ملي حکومت ترمنځ توپیر شته او دوی هم چمتو دي چې د خپل سیال ټیم غړو ته د هغوی د لیاقت ته په پاملرنې که انتخابات وګټې په خپل حکومت کې ځای ورکړي.

ښاغلي مسعود وویل "زه نه پوهیږم کوم ورونه چې د اصلاحاتو او همپالنې په ټیم کې دي، دومره چغې او نارې وهې، خلکو ته ګواښونه کوی، او غواړي چې خپلې غوښتني تحمیل کړۍ، غواړي مونږ سره ایتلافي حکومت جوړ کړي او کله کله بهرنیانو ته زحمت ورکوې او په سفارتونو کې مونږ سره د ایتلافي حکومت مسله مطرح کوي".

د عبدالله عبدالله د ټیم غبرګون

د احمد ضیا مسعود دغو تندو څرکندونو ته د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غبرګون ډیر نرم وو، ددغه ټیم ویاند خبریالانو ته دومره وویل چې د ډاکټر احمدزي د ټیم نه توضیحات غواړي .

د ښاغلي عبدالله د ټیم ویاند سیداقا فاضل سنچارکي وویل " مونږ د بدلون او دوام د ټیم نه غواړو چې ځپل رسمي دریځ اعلان کړي چې ایا د احمد ضیا څرکندونې ددوي دریځ هم دی او که هغه نورې خبرې چې دوي مونږ سره لرلي ددوي دریځ جوړوي."

د ښاغلي سنچارکي ددغو څرکندولو لږ وروسته د ښاغلي احمدزي د ټیم ویاند فیض الله ذکي خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي مسعود څرګندونې د هغه شخصي نطریات دي.

د رایو د باطلولو ګډه کړنلاره

دا لومړي ځل نه دی چې احمد ضیا مسعود د خپل سیال ټیم په هکله داسې تندې څرګندونې کوي خو دا ځل هغه څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې دا دواړه ټیونه لا د رایو د باطلولو په کړنلاره د څو پرله پسې ورځو خبرو لاهم نه دې سره سلا شوي.

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون وایي چې ددواړو کاندیدانو ترمنځ د یوې ګډې کړنلارې د نشتون له امله دوي په تیرو اتو ورځو کې ایله تر ۱۴۰۰ پورې د رایو صندوقونه پلټل شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا کمیسیون نیت لري چې د شنبې له ورځې د پلټنې د ټیمونو شمیر ۲۰۰ ته لوړ کړي.

ښاغلي نور وویل چې د رایو د شمیرلو بهیر به د اختر په دوو ورځو کې د اختر د رخصتیو له امله بند شي خو هغه وویل چې د اختر په دریمه به دا بهیر بیا پیل شي.

ښاغلي نور د ملګرو ملتونو د مرستو هیت دفتر یوناما د هغه وړاندیز په باب چې تیره ورځ یې د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ته سپارلې وویل چې دا کمیسیون لا هم په دغه وړاندیز غور کوي.

یوناما د کاندیدانو ترمنځ د رایو د باطلیدلو په برخه کې د یوې کړنلارې د رامنځ ته کولو لپاره د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ته یو وړاندیز سپارلې چې که چیرې دا کمیسیون ورسره مواقفه وکړي نو بیا به ددواړو کاندیدانو د مواقفې لپاره د د دواړو کاندیدانو کډې تخنیکي کمیتې ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG