د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما بیا د عبدالله او احمدزي سره تلیفوني خبرې کړي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره تېره ورځ تلیفوني خبرې کړي او ترې مننه یې کړې، چې د ملي یووالي حکومت به جوړوي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبر پاڼه کې ددې خبرو د جزئیاتو په هکله ویل شوي چې ولسمشر بارک اوباما له افغان کاندیدانو پدې هم مننه کړې ده، چې د جون د څوارلسمې د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو ټاکنو د رائیو له پلټنې وروسته پایلې مني.

ښاغلي اوباما دواړه کاندیدان پدې هم ستایلي، چې د افغانستان ګټو ته یې لومړیتوب ورکړ او پدې یې ژمنه کړه چې په راتلوونکي حکومت کې به د همکارانو په څېر کار کوي

نوموړي هماشان دواړه کاندیدان هڅولي، که څه هم د رایو پلټنه ورو روانه ده خو بیا هم د ټاکنو په پروسې د افغانانو د بشپړه باور او په پایلو د اعتماد د پيدا کولو په هدف په خپلو کړو توافقاتو چې له مخکې په یوه سیاسي چوکاټ راضي شوي، په عام ډول ملاتړ وښيي او ددغو توافقاتو د جزئياتو په تطبیق بحثونه وکړي.

ښاغلي اوباما یو وار بیا ټینګار کړی، چې هیڅ راز ګواښ او څرګندونې چې د اساسي قانون نه پورته وي، د توجیه وړ ندي.

هغه افغان نوماندان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی دا ډول هڅولي چې د ډیموکراتیک لېږد پدې تاریخي پړاوو کې په خپلو کې د همکارانو په توګه د ملي یووالي په ساتلو سره کار وکړي

ښاغلي اوباما دا ډول څرګنده کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به له دواړو افغان کاندیدانو او افغان ولسمشر سره په راتلوونکو ورځو کې هم له نېږدې سلا مشورو ته دوام ورکړي.

ښاغلي اوباما یو وار بیا د امریکا په تعهد ټینګار کړی چې په راتلونکي کې به یې افغانانو سره ولري

هغه په داسې حال کې د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو سره خبرې کړي، چې لا هم د دواړو نوماندانو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د رایو په تفتیش په یوې واحدې کړنلارې هوکړه نده شوې.

ددغې کړنلارې د نه شتون او د کاندیدانو د تخنیکي ټیمونو د اختلاف له امله تراوسه دوه وارې د رایو تفتیش په موقتي توګه هم درېدلی دی.

ددغې ستونزې د هوارې لپاره د پنجشنبې په ورځ افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو هیت دفتر یوناما یو وړاندیز د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته سپارلې ، خو دغه کمیسیون لا تراوسه ملګروملتونو ته بیرته ځواب نه دې ورکړي.

پدې وړاندیز کې ویل شوي، چې د ټاکنو کمیسیون باید د رایو منل، بطلان اود رایو په باب هره بله پرېکړه د نړیوالو او کورنیو څارونکو، د کاندیدانو د استازو او د ملګرو ملتونو د استازو په مخکې وکړي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ددي وړاندیز هرکلی کړې خو ویلي دي چې دا ټیم په دغه وړاندیز کې یو څو ټکې نور هم زیاتول غواړي.

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم بیا ویلي دي چې دا ټیم په دي برخه کې د ټاکنو د کمیسیون پریکړو ته انتظار وباسي.

د جمعې په ورځ د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وویل چې د رایو د بیا پلټنې د بهیر له پیله د پنجشنبې تر شپږو بجو د ۱۴۰۰ نه زیات د رایو صندقونه بیا تفتیش شوي وو.

دا کمیسیون په پام کې لري چې نن د رایو تفتیش لپاره ۲۰۰ ټیمونه په کار وګمارې.

XS
SM
MD
LG