د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې اونۍ لپاره د رائیو د پلټنې بهیر وځنډیده


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستانی
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستانی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ټاکنو د کمیسیون ټولو غړو دا ددغه کمیسیون لپاره ښه وګڼله چې سر له نن غرمې د کوچني اختر د رخصتیو تر پایه د رائیو د پلټنې بهیر په موقتي توګه ودروي.

نورستاني وویل " که څه هم دواړو کاندیدانو موافقه کړي خو ددې لپاره چې لا یې په کړنلاره لاسیکونه نه دي کړي نو ځکه کاندیدانو تخنیکي ټیمونه یو بل سره د نظر اختلاف لري چې له امله یې لس ورځې وړاندې د پلټنې بهیر له پیله تر اوسه درې ځلې دا بهیر دریدلې دی."

نورستاني هیله وښوده چې د اختر د رخصتیو وروسته به د نړیوالو څارونکو شمیر هم زیات شي او هم به کاندیدان په کړنلاره مواقفې ته سره ورسیږي.

ښاغلي نورستاني وویل د رایو بڼې د معلومولو لپاره د ټاکنو کمیسیون ۱۱ مادې لري او هم ملګروملتونو پنځه نور مادې ورباندې ورزیاتې کړي دي چې ورسره د رایو د بڼې د پلټنې د مادو شمیر ۱۶ ته رسیږي.

همدا شان هغه وویل د ټاکنو کمیسیون د رایو د باطلولو لپاره ۸ مادې لري چې اوس ملګرو ملتونو پرې ۷ نورې مادې هم ور زیاتې کړي دي چې شمیر یې ۱۳ ته رسیدلی دی.

د ټاکنو کمیسیون لس ورځې وړاندې د رایو د بیا پلټنې کار پیا کړی دی چې په ترڅ کې یې تر پرونه د ۱۵۰۰ نه زیات د رایو صندوقونه پلټل شوي دي.

د رائیو د پلټنې دریم ځل ځنډیدل

نن د غرمې مخکښې د دریم ځل لپاره د کاندیدانو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د نظر د اختلاف له امله دا بهیر هم ځنډول شوی وو.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د دواړو ټاکنیزو ټیمونو امریکا غږ ته ویلي چې دا بهیر د هغې کړنلارې په ځینو ټکو کې د نظر د اختلاف له امله نن یوولس بجې دریدلی چې ملګرو ملتونو دواړو کاندیدانو سره پرې خبرې کړي دي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز دفتر یو چارواکې فضل الرحمان اوریا د رایو د پلټنې د بهیر ځنډ پړه په خپل سیال ټیم اچولې او ادعا یې کړې چې د ملګروملتونو له خوا د ترتیب شوي کړنلارې د وړاندیز سره د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د موافقې سره سره د ښاغلي احمدزي تخنیکي ټیم له دې کړنلارې سره مخالفت ښودلی دی.

ښاغلي اوريا ویلي چې د ښاغلي احمدزي تخنیکي ټیم په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په وړاندیز کې ۱۲ او ۱۶ مادو سره مخالفت ښودلی دی.

خو د ښاغلي احمدزي د تخنیکي ټیم مشر داود سلطانزوی د ښاغلي اوریا دا څرګندونې سمي نه دي بللي.

ښاغلي سلطانزوی امریکا غږ ته وویل چې دوی د یوناما په وړاندیزباندې د یو لړ ملاحظاتو سره سره دا وړاندیز منلی خو سیال ټیم یې محضې بهانې کوي او کله په یوه خبره او کله په بله خبره د پلټنې بهیر دروي.

یوناما

د بلې خوا یوناما په یو بیان کې ویلي چې د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو سره ددغې ادارې د ترتیب شوي کړنلارې د وړاندیز په سر د خبرو په وخت دا ګڼلې ده چې هغوی ورسره مواقفه لري.

یوناما په دغه بیان کې چې په کابل کې رسنیو ته استول شوی ویلي دي چې دواړو کاندیدانو ویلي چې د کړنلارې سره د ملاحظو سره سره غواړي دا بهیر ددغې کړنلارې په عملي کیدلو سره پرمخ لاړ شي.

یوناما وایي "ډاکټر عبدالله او ډاکټر اڅمدزی یو شانته نظریات څرګند کړي او ویلي دي چې رایو د پلټنې د کړنلارې د ترتیبولو کار پای ته رسول د هیواد په ګټه دي"

یوناما د دواړو کاندیدانو له خوا د کړنلارې د منلو له امله هغوی ستایلي او هیله ښودلې چې د کاندیدانو تخنیکي ټیمونه به هم ددغې کړنلارې سره همکاري وکړي.

یوناما د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې ژر د رایو د پلټنې ددوهم پراو لپاره د دغې ادارې د وړاندیز له مخې کړنلاره ترتیب کړي.

XS
SM
MD
LG