د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان :د کنړ نه زمونږ په پوستو وسلوالو بریدونه کړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ هغه ادعا نا سمه بللې چې په کې ویل شوي چې تیره شپه تر ۸۰ پورې وسلوالو د کنړ ولایت له حدودونه د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ته په پاکستاني امنیتي پوستو په بریدونو کې برخه اخیستې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان شاردافیر دغه وزارت ته ورغوښتی وو او په دې هکله یې د خپل هیواد احتجاج هغه ته وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې تیره شپه د افغانستان له خاورې د دیر په سیمه کې په پاکستاني پوستو د ۷۰ نه تر ۸۰ پورې وسلوالوسړو بریدونه کړي چې د پاکستان د پوځ له خوا ورته ځواب ورکړل شوی دی.

دا بیان وایي چې په دې برید کې اوه وسلوال وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

خو افغانستان د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته په اسلام آباد کې د افغان شاردافیر غوښتل د پاکستان له خوا د هغو لاس وهنو د پټولو یوه هڅه ګڼلې چې افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د وینا له مخې په پرله پسې ډول د پاکستان له اړخه د افغانستان په خاوره کې ترسره کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج وویل "د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له نظره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د افغان دیپلوماتانو ورغوښتل د هغو سرغړونو د پټولو لپاره دي چې په پرله پسې توګه دډیورنډ د کرښې له هغه اړخه زمونږ په خاروره کې ترسره کیږي".

ښاغلی سراج وایي چې افغانستان هیڅکه هم چاته ددې اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د کوم بل ګاونډي په خلاف استعمال شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیان کې ویلي چې په اسلام اباد کې یې افغان دیپلومات ته د سخت احتیجاج د وړاندې کولو په وخت د افغان چارواکو یو ځل بیا غوښتي چې د خپلې خاورې نه د وسلوالود پرله پسې توغندیو دډزو اوپه فزیکي توګه د بریدونو مخه ونیسي.

دا بیان وایي چې په داسې حال کې چې پاکستان د ترورستانو او د هغوی د پناه ځایونو په خلاف پراخه عملیات پیل کړي، پاکستان د افغان جکومت نه هم غواړي چې په خپله خاوره کې دترورستانو د پناه اخستلو مخه ونیسي.

دا بیان وایي " پاکستان به دا مسئله په لوړه کچه د افغان حکومت سره په یوه پراخه محتوا کې د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې د امنیت د ښه کیدلو لپاره مطرح کړي".

د کنړ په ولایت کې د افغان پولیسو قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان د پوځ ادعا سمه نه ده او دا ځکه چې د سیدخیل په وینا د تیرو دوو میاشتو را پدیخوا پاکستان افغانستان سره د خپل سرحد سره ډیر نږدې نوې پوستې جوړې کړي چې ورسره د پاکستان دننه د افغانستان له اړخه د بریدونو احتمالات یې بیخې له منځه وړي .

جنرال سیدخیل وویل " یوه بله خبره داده چې د سرحد په ۱۲ کیلومترو کې د صفر په نقطه کې د پاکستان پوځیانو ددوو میاشتو راهیسې پوستې جوړې کړي چې د هغو پوستو ۳۰۰ و ۴۰۰ متره لاندې راکښته کیږي دوه ځلې یې د خلکو څاروي له ځان سره وړي دي هغوي هلته پخپله تدابیر نیولې دي دا څنګه کیدای شي چې زمونږ له خاورې ورباندې برید وشي".

هغه وایي چې د پاکستان پوځ د هغو پاکستاني وسلوالو د مقاومت سره مخ دی چې پخپله یې روزلې دي.

د کنړ په ولایت کې د پولیسو دغه افغان جنرال وایي چې پاکستان د کوچني اختر یوه ورځ وړاندې ددغه ولایت په دریو ولسوالیو د توغندیو ویشتل له سره پیل کړي چې یوازې نن د چهارشنبې په ورځ د دانګام، شیګل او مرورې په ولسوالیو ۴۰ توغندي پریوتي دي.

XS
SM
MD
LG